د پټو وژنو دوام؛ هلمند کې د یو ځوان جسد موندل شوی

اطلاعات روز: هلمند کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یو ځوان جسد موندل شوی، چې په مرموز ډول وژل شوی دی.

یوې سرچینې وویل، چې د دغه ځوان جسد تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۲ د لیندۍ) د لښکرګاه ښار اړوند شپږمې حوزې اړوند «بست ویالې» سیمه کې موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی ځوان بریالی نومیده، اصلي د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی و او اوس مهال یې د  شیږمې حوزې په کاریز سیمه کې ژوند کاوه، چې په پټه وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، چې د بریالي جسد ملکي خلکو موندلی چې وروسته د طالبانو د شپږمې حوزې پولیسو د څیړنو لپاره بست روغتون ته انتقال کړی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په سویل کې پټې وژنې زیاتې شوي دي. د تېرې اونۍ په پیل کې هم په هلمند او کندهار کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي وو او د عاملینو په تړاو یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه