په خوست کې د طالبانو د والي دفتر ویلي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه اعدامېدونکي تن نندارې ته ۸۰ زره تنه راغلي وو.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز پر ایکس د یوه عکس په خپرولو سره دا شمیرې اعلان کړې دي.
طالبانو نن د «منګل» په نوم یو تن د «عبدالرحمان» نومي کس د قصدي وژنې په تور د خوست په ولایتي لوبغالي کې اعدام کړ.
په خوست کې د طالبانو د والي دفتر له طالب چارواکو او د دې ولایت له خلګو غوښتي وو چې د دې حکم د عملي کېدو ځای ته حاضر شي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په عام محضر کې دا د دې ډلې له لوري دوولسم اعدام دی.
دې ډلې تر دې وړاندې په فراه، لغمان، غزني، جوزجان، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې ۱۱ تنه د سلګونو نندارچیانو په وړاندې اعدام کړي وو.
د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د دې افرادو علني اعدام «غیر انساني» بللی او محکوم کړی یې دی او د دې د مخنیوي غوښتنه یې کړې.
