اطلاعات روز: د تاجکستان درې امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تاجکستان د افغانستان سره د خپلو پولو امنیت ساتنې لپاره له روسیې د مرستې غوښتنه کړې او په دې تړاو خبرې روانې دي.
د تاجکستان امنیت شورا کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې د دې هیواد چارواکو له روسیې سره د تاجک-افغان پر پوله د ګډې ګزمې لپاره د مسکو د پوځي اډې د سرتیرو د ځای پر ځای کولو په اړه بحث کړی دی.
په تاجکستان کې د روسیې اډه، چې د روسیې ترټولو لوی بهرني پوځي تاسیسات دي، د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته نږدې موقعیت لري.
سرچینې رویټرز ته ویلي: «موږ اوس مهال په خبرو اترو کې یو. زه فکر کوم چې پدې اړه پریکړه به روانه اونۍ وشي ….»
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټه کې دوو نورو سرچینو هم له روسیې سره د خبرو تایید کړی او ویلي یې دي، چې که خبرې بریالۍ شي، روسیه به د افغانستان سره د ۱۳۴۴ کیلومتره (۸۳۵ میله) اوږدې پولې ګزمه کې د مرستې لپاره له چورلکو هم ګټه پورته کړي.
تاجکستان ډیر کله د افغانستان په شمال کې د ناامنۍ په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
تېره اوونۍ د افغانستان څخه بریدونو کې د پولې په نږدې سیمه کې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان دي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دا بریدونه سخت غندلي او د خپل هیواد چارواکو ته یې امر کړی، چې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره موثر اقدامات وکړي.
چین له خپلو هیوادوالو یې غوښتي، چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ سرحدي سیمه پرېږدي.
په همدې حال کې بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهر الدین سره په ټیلیفوني خبرو ویلي، چې «افغانستان او تاجکستان په دې وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو لپاره د باور فضا جوړه کړې، مګر ځینې کړۍ هڅه کوي چې دا مثبت بهیر تضعیف کړي».
متقي ویلي، چې طالبان د پولې د امنیت ټینګولو، د ګډو څېړنو کولو او هر ډول همغږۍ ته تیار دي او د شریرو کړیو پر وړاندې مشترک اقدامات اړین ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سراج الدین مهر الدین ټینګار کړی چې تاجکستان له طالبانو سره د مثبت تعامل پلوی دی او «هغه مغرضې کړۍ ردوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې کمزورې کوي».
دواړو لورو هوکړه کړې چې د پوله ساتو ځواکونو منظمو اړیکو، د امنیتي همکاریو مشترکو کمیټو او تخنیکي ناستو ته به دوام ورکوي، تر څو په سیمه کې ثبات او باور رامنځته شي.
