د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د پولې د امنیت ساتنې او کنټرول لپاره له روسیې د مرستې غوښتنې په تړاو د رویټرز راپور رد کړی دی.
دې وزارت نن مازیګر (چهارشنبه، ۱۲ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې داسې ناسم معلومات خپرول نړیوال لوستونکي تېرباسي.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هیواد پوله په بشپړه توګه کنټرول ده.
رویټرز خبري اژانس د درو امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې تېره اونۍ د افغانستان له خاورې پر تاجیکستان تر بریدونو وروسته، دې هیواد له روسیې د پولې ساتنې په خاطر د مرستې غوښتنه کړې وه.
دې رسنۍ لیکلي و چې تاجیک چارواکو له افغانستان سره پر پوله د تاجیکستاني او روسي ځواکونو د ګډې ګزمې په تړاو خبرې کړې وې.
د تاجیکستان ولسمشرۍ دفتر تر دې وړاندې اعلان کړی و چې تېره اونۍ پر دې هیواد له افغانستانه دوه بریدونه شوي دي چې له امله یې پنځه چینایي وګړي وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
چین هم پر خپلو وګړو د برید کېدل ومنل او له خپلو هیوادوالو یې وغوښتل چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ پوله پرېږدي.
