اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو امنیې قومندانۍ منلې چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري ۱۰ تنه افغان ځوانان ایران ته د اوښتو پر مهال په نښه شوي دي.
فراه کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وياند محمدنسيم بدري نن (سې شنبه، ۱۱ د لیندۍ) ويلي، چې دغو کسانو غوښتل د شېخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ایران ته واوړي.
هغه د دغو کسانو کره شمیر نه دی څرګند کړی، خو زیاته کړې یې ده چې له دې ډلې دوه تنه لادرکه دي.
تر دې وړاندې ځایي سرچینو اطلاعات روز ته ویلي و، چې شاوخوا ۳۵ ځوانان چې غوښتل یې له فراه څخه ایران ته پر «۷۸» پوله واوړي، د ایراني پوله ساتو له لوري پرې ډزې شوي او ترمنځ یې ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دې ځوانانو د تېرې یکشنبې ورځ (۹ د لیندۍ) غوښتل ایران ته په قاچاقي توګه واوړي.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د ایراني پوله ساتو له لوري څو ځلې پر هغو کسانو ډزې شوي او وژل شوي چې ایران ته په قاچاقي توګه د اوښتلو هڅې کوي او په دې لړ کې په ځلونو د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالب چارواکي پرې ډېر وخت چوپه خوله پاتې کېږي.
