د معلولینو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه خلک له جدي معلولیت سره ژوند کوي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې په افغانستان کې نږدې ۱.۵ میلیونه خلک له جدي معلولیت سره ژوند کوي، چې ډیری یې د لسیزو جګړو پایلې دي.

یوناما د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې ماشومان د جګړې له امله د رامنځته شوي معلولیت تر ټولو زیات درد زغمي.

د لیندۍ ۱۲مه چې د ډسمبر له درېیمې سره برابره ده، د معلولینو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

یوناما زیاته کړې: «د معلولینو په دې نړیواله ورځ موږ د دوی زړورتیا ستایو او د ټولو لپاره د یو هراړخیز، عادلانه او باثباته افغانستان غوښتونکي یو.»

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول  ترلاسه کړی، په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز وضعیت خراب شوی او دې چارې د معلولینو پر ژوند هم مستقیم اغیز کړی دی.

د «ابتکار راهیاب» موسېسې د راپور له مخې، په تیرو څلورو کلونو کې د نړیوالو مرستو د بندیدو، د دولتي بنسټونو د ړنګیدو، د روغتیایي خدماتو د کمښت او د فقر د زیاتوالي له امله معلولینو له څو اړخیز محرومیت سره مخ شوي او د دوی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه