اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د سینهبغل او سړې هوا له امله مړه شوي دي.
د یونیسف په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ماشومان تېره اونۍ د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د «زیړي بابا» د کډوالو په کمپ کې مړه شوي دي.
یونیسف زیاته کړې، چې د کونړ نورګل ولسوالۍ کې د مړو شویو ماشومانو په ډله کې تقوا، درې کلن هلک او عثمانه نهه میاشتنۍ نجلۍ د «شولت» له درې او همدارنګه دوه نیم کلنه ذاکره او اته میاشتنی عبدالله د «ماماګل» له درې څخه دي.
یونیسف ویلي، چې د افغانستان په زلزلهځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان د سړې هوا له امله رامنځته کېدونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې په دې سیمو کې دشپې له خوا د تودوخې درجه له صفر څخه ښکته او ښایي منفي ۲۵ درجو ته ورسیږي.
د افغانستان لپاره د یونیسف د دفتر مشر تاج الدین اویوالي ویلي، چې هغه د هغو ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لري چې کورونه یې د زلزلې له امله ویجاړ شوي او بې ځایه شوي دي.
یونیسف ویلي، چې «موږ په شریکانو او مرسته ورکوونکو غږ کوو چې اوس عمل وکړي ترڅو موږ وکولی شو د ژمي مهمې مرستې چمتو کړو ترڅو ماشومان ګرم او خوندي وساتو.»
شاوخوا درې میاشتې وړاندې یوې زورورې زلزلې د افغانستان ختیځ ولړزاوه، چې تر ټولو ډیر زیان او تلفات یې کونړ کې واړول.
دې زلزله کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شول او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړل.
د کورونو ویجاړیدو سلګونه کورنۍ بې ځایه کړي او دا مهال په موقتي کمپونو کې ژوند کوي.
