د طالبانو محدودیتونه او د محلي موسیقۍ زوال

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو وروسته دغې ډلې نه یوازې پر موسیقي غږولو، د هنرمندانو پر ژوند، کار او هنري فعالیتونو محدودیتونه لګولي، بلکي د موسیقۍ غږول او اورېدل يې هم حرام اعلان کړي دي.

د طالبانو د دې محدودیتونو له مله افغاني موسیقي د ورکېدو په حال کې ده او سیمه ییز هنرمندان د اقتصادي ستونزو له امله له کړاو سره مخ دي.

د ننګرهار محلي سندرغاړی فریدون پردیس وایي، پخوا به یې د خلکو د خوښیو په مراسمو کې سندرې او هنري فعالیتونه کول، خو د طالبانو له بندیزونو وروسته دا فعالیتونه په ټپه درېدلي چې له امله یې دوی د بې روزګارۍ له جدي ګواښ سره مخ شوي دي.

د هغه په خبره د طالبانو له لوري پر موسیقۍ د بندیز له کبله هنرمندان له هېواده وتلي او څه چې پاتې دي د خپل رباب او منګي خوا یې پريښې او په روزۍ ګټلو پسې لالهانده دي.

پردیس زیاتوي: «له کله راهیسې چې طالبان راغلي بیا د موسیقۍ مخفل ته نه یم دعوت شوی او همدا لامل دی، چې محلي سندرغاړي له زیاتو ستونزو سره مخ دي او دا وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی؛ زیاتره محلي سندرغاړي د اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوي.»

د ننګرهار دا محلي سندرغاړی چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې په مزدورۍ ریکشه چلوي، وایي د طالبانو په راتلو سره یې ژوند لا پیکه شوی او هره ورځ خپلې لس کسېزې کورنۍ ته د روزۍ پیداکولو پسې لالهانده وي.

د هغه په خبره طالبان له محلي هنرمندانو سره توهین امیزه برخورد کوي او د موسیقي الې يې سوځوي او ډېر کله یې په تحقیري او وایي، چې د یوې ناڅرګند راتلونکي په تمه شپې او ورځې سبا کوي.

پردیس وویل: «پخوا به د خوښیو پروګرامونو ته خلکو دعوت راکاوه، هر پروګرام کې به خلکو تر لس یا شل زره افغانۍ راکولې، خو اوس دا هر څه طالبانو بند کړي، دغه راز طالبانو زمونږ د زیاتره هنرمندانو د موسیقۍ الې سوځولي او د ژوند چاپېریال یې پرې راتنګ کړی دی زیاتره وخت د طالبانو له لوري د ډم، بی غیرته، شیطان او نورو تحقیري نومونو ځورول کېږو.»

سندرغاړي پر محلي موسیقۍ بندیز د دوی د مرګ په مانا بولي/ خواله رسنۍ

د ننګرهار یو بل سیمه‌ییز سندرغاړی عصمت څاروان وایي، د طالبانو له راتلو سره چې په هنر او موسیقۍ بندېز لګول شوی دی، په جلال اباد کې یې د خپل کور مخې ته د پکوړو او پخو وریجو پلورل پیل کړي او له دې لارې خپله کورنۍ ساتي.

د هغه په خبره په دې ورستیو کي ډېری افغان سندرغاړي او موسیقي غږوونکي د طالبانو له وېرې له هیواده وتلي او د ګوتو په شمار څو تنه، چي پاتې دي، هغوی هم په پټه ژوند کوي او افغانستان کې د هنرمندانو ژوند ورځ تربلې مخ په سختېدو دی.

د نوموړي په وینا، ځینې سندرغاړي چې هېواد کې دننه پاتې دي، له خپل ژونده «ناخوښ» دي او له طالبانو غواړي، چې د موسیقۍ او نورو هنري کارونو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

څاروان زیاتوي: «څو ځلې مې ترکیې او نورو اروپایي هېوادونو ته د ورتګ هڅه کړې، خو ناکام شوی یم زموږ زیاتره هنرمندان ملګري اوس بهر دي او ژوند یې جوړ دی، که چېرې طالبان محلي موسیقۍ ته اجازه ورکړي نو دا به ډېره ښه وي له یوې خوا به محلي موسیقۍ بیا ژوندۍ شي او موږ ته هم ښه ده.»

الله داد پرهېز د لغمان نوموتی سیمه ییز سندرغاړی دی، وایي لس کاله کېږي چې محلي موسیقۍ ته یې مخه کړې او د سندرو ویلو تر څنګ د خوښیو په مخفلونو کې سیتار هم غږوي.

هغه اوسمهال د لغمان مرکز مهترلام ښار کې پر کراچۍ تازه سبزیجات پلوري، نوموړی د ورځې په اوسط ډول تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي، خو د زیاتېدونکي فقر او د بې روزګارۍ د اوج په دې شپو ورځو کې دا هم غنیمت بولي.

پرهیز زیاتوي: «کله چې طالبان راغلي نو بیا مې هیڅ د خوښۍ مخفل کې سندرې نه دي ویلي، کله کله کور کې له ځانه سره زمزمه او د خپل هنر تنده ماتوم، اقتصادي ستونزې ډېرې دي که کار ونه کړم ۹ کسېزه کورنۍ مې له لوږې مړه کېږي زما په شان زیاتره هنرمندان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

نوموړی له اوښکو په ډکو سترګو وایي، که هر څو یې کوښښ وکړ، چې خپل شوق پرېږدي، خو ویې نه شوای کولی او ده ته سخته ده، چې خپل هنر په دومره اسانۍ هېر کړي.

د هغه په خبره کاروبار یې په دې وروستیو کې په ټپه درېدلی او د خپلې اووه کسېزې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو لپاره په کراچۍ د سبزیجاتو پلورلو دا کوچنی کاروبار پیل کړی دی.

پر هېز زیاته کړه: «اقتصادي ستونزې زیاتې دي که کار ونه کړم نو کورنۍ مې له مشکل سره مخ کېږي، ان ډېر کله دومره پېسې په کورنۍ کې نه وي چې د خپلې ناروغې مېرمنې او یا اولادونو درملنه پرې وکړم.»

محلي هنرمندان پر موسیقۍ د بندیزونو پای ته رسېدو غوښتنه کوي/ خواله رسنۍ

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ سیمه ییز سندرغاړی شریف لغمان وایي، د طالبانو له راتلو سره چې په هنر او موسیقۍ بندېز لګول شوی، هغه اوس د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ټکسي چلوي او له دې لارې خپله کورنۍ ساتي.

هغه زیاتوي طالبانو یو ځل د موسیقۍ غږولو او سندرو ویلي، په تور نیولی او تر یوې اوونۍ یې زنداني کړی و، چې وروسته د کلیوالو په ضمانت د سندرو نه ویلو په شرط له زندان راخوشې شو.

لغمانی زیاتوي: «یو ځل طالبانو په دې تور ونیولم چې تا پټې سندرې ویلي او مونږ دا کار نه منو، بیا یې زه بندي کړم او د موسیقۍ الې چې باجه، رباب او سیتار و، هغه زما له کور ترلاسه کړل او بیا یې مات کړل او زه یې هم فزیکي شکنجه کړم او بیا په ضمانت چې نورې به سندرې نه وایې خوشې شوم.»

 نوموړی اوس په خپل ټکسي موټر کې خپلې پخوانۍ سندرې په ډېر شوق سره اوري او د خپل هنر پخوانۍ مینه پرې ماتوي. هغه د طالبانو غواړي چې لږ تر لږه دې محلي موسیقۍ ته اجازه ورکړي، ځکه په وینا یې دا د افغاني کلتور برخه ده او نه باید د کلتوري مسایلو د تت کېدو هڅه وشي.

هغه زیاته کړه: «په موټر کې زیاتره وخت خپلې او نورو سندرغاړو سندرې اورم، خو ځورېږم چې ولې په موسیقۍ بندیز لګول شوی او د هغې ورځې په هیله یم چې موسیقۍ ته بیا اجازه ورکړل شي او په خپل کلي او هېواد کې د ولس د خوښیو په مراسمو کې سندرې ووایم.»

ختیځ میشتي فرهنګي فعالان هم له طالبانو غواړي چې د هنرمندانو ژوند ته دې پام وکړي او د هنري او فرهنګي فعالیتونو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي.

 فرهنګي فعال سیدا ګل افغان وایي، له کله راهیسې چې طالبانو موسیقۍ بنده کړې د خوښیو مراسم پیکه شوي او له خلکو د خوښیو ازادي اخېستل شوې.

افغان زیاتوي: «اوس د خوښیو مراسم پیکه شوي ځکه په موسیقۍ طالبانو بندیز لګولی او همدا لامل دی چې د افغاني کلتور یو لویه برخه چې افغاني موسیقي ده، د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده له طالبانو خلک هم ډېر خفه دي او په زیاتره ځایونو کې د ودونو او خوښیو پرمهال طالبانو خلک وهلي ډبولي او دا وضعیت خلکو ته د نه منلو دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان موسیقي غږول او اورېدل حرامه بولي او په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر موسیقۍ غږولو بندیزونه دومره سخت کړي، چې له امله یې د خوښیو مراسمو پر مهال ځوانان د موسیقۍ غږولو په تور نیول شوي او په ورځو او شپو زنداني شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه