له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ډله ییز ایستل او په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او دغه هیواد هره ورځ کډوال اړ باسي چې د تورخم، سپین بولدک او د هلمند د بهرامچې له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شي. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د راپورونو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې څلور میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې شمېر ۱.۵ میلیونو ته رسېږي.
سره له دې چې د راستنېدونکو کډوالو بهیر په لوړه کچه روان دی، خو د راغلو کورنیو ژوند له ګڼو ستونزو ډک دی. ډېری هغه کسان چې د کلونو کډوالۍ وروسته افغانستان ته راستانه شوي، په خپل هېواد کې له بنسټیزو خدمتونو لکه پاکو اوبو، مناسب روغتیایي خدماتو، د کار زمینې او د سرپناه له نشتوالی سر ټکوي او وایي، چې د کورنیو مرستو او نړیوالو بشري پروګرامونو کمښت یې ستونزې ډیرې کړې دي.
د ژمي په رارسېدو سره کندهار او هلمند ته تازه راستنې شوې کورنۍ له جدي ننګونو سره مخ دي. دوی وایي چې په ښارونو کې د هستوګنې د کورونو موندل ډېر ستونزمن شوي او د لوړو کرایو د ورکړې وس نه لري، چې له امله یې ګڼې کورنۍ په لنډمهاله خېمو، کنډوالو ودانیو یا د خپلو خپلوانو په تنګو کورونو کې ژوند کوي. د کډوالو په وینا، چې د ژمي سړې هوا د هغو زرګونو راستنو شویو کورنیو ژوند له جدي خطرونو سره مخ کړی، چې هره ورځ د یوه مناسب ځای موندلو پسې سرګردانه دي.
د خالداحمد په نوم له پاکستان څخه یو تازه راستون شوی کډوال داسې وویل: «موږ یوه میاشت مخکې له پاکستان څخه راکډه شوي یو، یوه هفته مو په کمپ کې تیره کړه، لوی او کوچني مو مریضان شول، د کندهار ټول ښار مې تر پښو وکښه، په ډیر تکلیف مو په لوی ویاله کې دوه اطاقه کور مو په شپږنیم زره افغانۍ کرایه کړ. چې د مجبوریته اوس دولس کسان ژوند پکې کوو، نه مناسب کور پیدا کېږي نه کار او روزګار شته.»
د عصمت الله په نوم یو بل کډوال چې د کندهار ښار په میروېس مینه کې میشت شوی، وایي چې ځایي خلک د کډوالو له مجبوریته ناوړه ګټه پورته کوي او دې حالت راستانه شوي له سخت وضعیت سره مخ کړي دي.
نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «خلک تر خپل وسه ظالمان دي، بس د خلکو مجبوریت ته ګوري چې پوه شي ورته مجبوره یې بیا به د دوه زره افغانیو ځای په لس زره افغانۍ درکوي، په ډیر بد حالت کې دلته راکډه شوو، موسېسو یوازې دوې شړۍ راکړې بس خلاص یوه هفته په ځای پسې ګرځیدم اوس مې په پنځه زره افغانۍ یو کور کرایه کړی، چې دوه خامه اطاقونه او یوه اشپزخانه لري نور ټول کنډواله دی، په خلکو کې انصاف نشته.»
په همدې حال کې د کندهار ښار یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې دغه ښار کې د بای پاس او مددخان چوک پراختیایي پروژو په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ بېسرپناه شوي او له کبله یې په ښار کې د هستوګنې کورونه کم شوي دي.
کندهاریان دغه راز وایي، چې د کډوالو بیرته راتګ سره ځایي خلک چې په کرایه کورونو کې ژوند کوي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، ځکه په خبره یې چې د کورونو مالکینو ورباندې کرایې لوړې کړي او د نه ورکړې په صورت کې یې له کوره باسي.
د کندهار د دویمې ناحیې د ادوزو سیمې اوسیدونکی رفیع الله د کرایې له لوړیدو شکایت کوي او وايي: «پخوا مو د کور کرایه پنځه زره افغانۍ وه، خو اوس چې د مهاجرینو واوریدل زموږ پر ټولې حویلۍ یې پنځلس سوه کرایه لوړه کړه، اوس هر کور شپږ نیم زره افغانۍ ورکوو، مجبوریت دی، د مهاجرینو په خاطر په ټول ښار کې د کرایې کور نه پیدا کېږي.»
خو، له دې سربیره یو شمېر تازه راستانه شوي کډوال شکایت کوي، چې له یوې خوا بې سرپناه دي او له بلې خوا ورته طالبان د کور جوړولو اجازه نه کوي او ستونزې ورته جوړوي.
د احمد ضیاء په نوم تازه راستون شوی کډوال وايي، د کندهار ښار میدان هوایي ته څیرمه یې ځمکه اخیستې، خو ښاروالۍ ورته د جوړولو اجازه نه ورکوي او ورته ویل شوي چې د کور جوړولو لپاره باید شل زره افغانۍ بانګ ته تحویل کړي.
هغه وویل: «زما کور د ښار څخه ډیر لېرې دی آن چې دامان ته رسیږي هغلته هم ښاروالۍ د کورو پر جوړولو د خلکو څخه شل زره افغانۍ غواړي، په دغسې بد اقتصادي وضعیت کې دا پر موږ بیخي جبر دی، د یوې خوا موږ په ډیرو مشکلاتو کې را کډه شوو د بلې خوا طالبان مو د خپل کور جوړولو ته نه پریږدي کمک خو لېرې پریږده چې دوی یې زموږ سره وکړي.»
کندهار ته د سپین بولدک له لارې راستنېدونکي کډوال لومړی د تخته پُل ولسوالۍ د انځرګي کمپ په خیمو کې مېشت کېږي، خو د ژمي د سختې یخنۍ او محدودو اسانتیاوو له کبله کډوال د سختو ستونزو سره مخ دي. چې تر دې مهاله د یخنۍ او ناروغیو له کبله په دغه کمپ کې شپږ ماشومان او یوه ښځه مړه شوې دي.

د کندهار تر څنګ هلمند ولایت ته هم زیات کډوالو راستانه شوي دي. دغه ولایت ته د بهرامچې له لاري راستانه شوي وایي، تر اوسه ورسره طالبانو او یا کومې بلې رسمي ادارې مرسته نه ده کړې او نه یې هم کومه سرپناه پیدا کړې ده.
د احمدولي په نوم یو تن راستون شوی کډوال وایي، د یوې اوونۍ څخه د کور په لټون پسې ستړی ګرځي، خو تر اوسه یې کور نه دی پیدا کړی.
نوموړي وویل: «د کور په پیدا کولو کې بیخي ستړی شوی یم، یوه هفته وشوه لا مو د کرایې کور نه دی پیدا کړی، خلک انصاف نه لري پر ځای د دې چې د مهاجرینو سره په کرایې کې مرسته وکړي دوی ورڅخه دوه چنده کرایه اخلي چې دا شین ظلم دی.»
د لښکرګاه ښاریان هم شکایت کوي، چې کډوالو راتګ سره د کورونو کرایې د عادي وختونو په پرتله دوه برابره لوړې شوي دي.
په لښکرګاه ښار کې یو تن هټۍوال عبدالغفور دُراني په دې اړه وویل: «لښکرګاه ښار ډیر کوچینی دی نو د هستوګنې کورونه پکې ډیر کم دي دا چې مهاجر زیات را روان دي پر موږ یې هم کرایې لوړې کړي، د کورونو مالکین ډیر ظالمان دي زما خپله د کور کرایه چې مخکې مو پنځه زره افغانی نیولی وو اوس اوه زره افغانۍ کرایه ورکوو، که یې ورنکړو په سبا مو د کور څخه باسي، دولت نشته کنه دا باید د عدلې ریاست د کرایې د لوړیدو مخه نیولې وای.»
دغه راز هلمند ته راستانه شوي هم شکایت کوي، چې طالبان یې د خپلو کورونو جوړولو ته نه پریږدي.
غلام نبي چې د مارجې اوسېدونکی دی او تازه د کویټې له ګرديجنګل سیمې راکډه شوی، وایي د خپل پخواني کور جوړولو ته نه دی پریښودل شوی.
هغه وویل: «تقریبا څلویښت کاله مخکې د خپل ځمکې او کور څخه مهاجر شوی یم، ځمکه مې په سپینه دښته اوښتې ده، راغلم چې خپل کور بیرته جوړ کړم د ولسوالۍ طالبان یې د جوړولو اجازه نه راکوي، وایي دولت به ته مالیه ورکوې او د کار د جواز امر به اخلې چې موږ په دې بد حالت کې را کډه شوي بې سرپناه یو او د دوستانو په یوه کور کې مو اړولي دي.»
د کډوالو د ناڅاپي زیاتوالي له کبله په ښارونو او کلیو کې د روغتیايي او تعلیمي خدمتونو کیفیت هم اغېزمن شوی او لا هم د کډوالو ماشومان له زده کړو او روغتیایي خدماتو څخه بې برخې دي.
په کندهار او هلمند کې بې سرپناه کورنۍ وایي، چې د طالبانو د ښاروالۍ ناسمو پالیسو خلک بېکوره کړي چې له کبله یې دوی په خپله خاوره کې بېسرپناه او د ژمي رسیدو سره له سختو ننګونو سره مخ دي.
