بې وزلي او د روغتیایي خدماتو تشه؛ د شکرې د ناروغانو څو اړخیز کړاو

په کونړ کې پر شکرې ناروغۍ اخته ناروغان شکایت کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې اقتصادي څرخ په ټپه درېدلی، چې له امله یې د ژوند د نورو چارو ترڅنګ د خپلې ناروغۍ د درملنې توان هم له لاسه ورکړی دی.

دوی وايي، د طالبانو په دویم دور حکومت کې د نورو برخو ترڅنګ یې د روغتیا برخه هم کافي زیانمنه شوې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې په دولتي روغتونونو کې هم روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالب مسوولینو د معلوماتو له مخې د تېر په پرتله په دغه ولایت کې پر شکرې ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر تر بل هر وخت لوړ شوی او ناروغان غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې حاکمه ډله خپلې ژمنې عملي کړي.

ولایت خان چې ۶۵ کاله عمر لري له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې پر شکرې ناروغۍ اخته دی او شکایت کوي، چې واک ته د دویم ځل لپاره د طالبانو له رسېدو وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او د خپلې درملنې لپاره هېڅ د ګټې وټې چاره نه لري.

دی وايي، نه یوازې دا چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله په شخصي امکاناتو د خپلې ناروغۍ د درملنه توان نه لري، بلکې د طالبانو تر کنټرول لاندې په شته روغتونونو کې هم ورته کافي روغتیايي خدمتونه نه وړاندې کېږي، چې له امله یې د مرګ تر پولې رسیدلی دی.  

نوموړي له اطلاعات روز رورځاڼې سره په خبرو کې وویل: «شاوخوا ۱۵ ـ ۲۰ کاله کېږي، چې پر شکرې ناروغۍ اخته یم، کله مې شکر لوړ وي، کله ټیټ وي، د جمهوریت پر مهال ښه وو، هم مې په خپله او هم مې زامنو دندې درلودلې اقتصاد مې ګوزاره حال وو، دوا مې په شخصي شفاخانو کې اخېستی شوه، اوس مې نه خپله دنده شته او نه مې د زامنو، بېکارۍ سره لاس او ګرېوان یو، په دولتي شفاخانو کې هم راته دوا او نور خدمتونه نه کېږي، ځېنې وخت د شکر له لاسه دومره په غذاب شم، چې وایم همدا مې د ژوند وروستی سلګۍ دي.»

پر شکرې ناروغۍ اخته ناروغان طالبان تورنوي، چې په رسنیو او تبلیغاتي برخه کې د خلکو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې کاذبانه ډاډ ورکوي؛ خو په عملي ډګر کې یې د روغتیايي خدمتونو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

دوی وايي، د کونړ ولایتي روغتون د شکرې ناروغۍ پر اړوندو برخو کې له خلکو سره توپیریز چلند کېږي او هغوی چې له طالبانو سره اړیکې ونه لري د دغو مرکزونو له خدمتونو بې برخې پاتې کېږي.

د کونړ د شیګل ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې پر شکرې ناروغۍ اخته دی د نوم نه اخېستو به شرط اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاتوي: «د کونړ په ولایتي روغتون کې چې د شکرې ناروغۍ لپاره کومه برخه فعاله شوې، که څوک واسطه ولري خو معاینات او درمل ورکول کېږي او چې څوک د طالبانو واسطه ونه لري حتا نوبت کې نوم هم نه اخېستل کېږي، طالبان چې تبلیغاتو ته کېني وايي، مونږ دومره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه کړي، هغومره ناروغان مو درمللي، خو په عمل کې صفر دي او هره ورځ د کونړ ولایتي روغتون لسګونه ناروغان بېنوا خپلو کورونو ته ستنېږي.»

د کونړ ولایتي روغتون چې هره ورځ ورته لسګونه پر شکرې ناروغۍ اخته ناروغان د درملنې په موخه ورځي، خو وایي چې دغلته یې په سمه توګه درملنه نه کېږي او نه هم کافي درمل ورکول کېږي/ خواله رسنۍ

ناروغان دغه راز ادعا کوي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې روغتیايي مرکزونو کې شته درمل حیف و میل او حتا په بازار کې پلورل کېږي.

دوی له نړۍوالو روغتیايي مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې څار زیات کړي او د طالبانو د دغو خپلسریو مخنیوی دې وکړي.

پر شکرې ناروغۍ اخته یو ناروغ جلال الدین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «له یوه لوري خو کلینیکونو او شفاخانو کې دوا کمه وي، بل چې طالب سره اړیکې ونه لرې دوا نه ورکول کېږي او بله تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې په ډېری شفاخانو او کلینیکونو کې دواګانې ورکېږي، حتا داسې ډاکټران مې لیدلي، چې دوا، پانسمان، سېرومونه، پېچکارۍ او نور توکي له ځانه سره وړي، خو څوک یې د پوښتنې نشته. زما هیله دا ده، چې همکارې موسېسې باید نظارت وکړي؛ ځکه خلک او مریضان له جدي مشکلاتو سره مخامخ دي، که په دولتي روغتون کې یې درملنه ونه شي په دې سختو اقتصادي شرایط کې په روغتیايي مرکزونو کې درملنه نه شي کولی.»

د کونړ ولایت روغتون سره مرسته شوي درمل، خو ناروغان ادعا کوي چې دوی ته درمل نه ورکول کېږي او د روغتون مسوولین یې په بازار کې پلوري/ خواله رسنۍ

اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه وکړه چې په دغه ولایت کې د شکرې ناروغانو د ستونزو، شکایتونو او غوښتونو په تړو کونړ کې د طالبانو د روغتیايي مسوولینو نظر هم واخلي، خو له پر له پسې هڅو سره ـ سره د هغوی پر نظر اخېستو بریالي نه شوو.

بېکاري، اقتصادي ستونزې، د عامه پوهاوي نشتوالی او عامه روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی پر شکرې ناروغۍ د اخته ناروغانو د شمېر کمساری لوړوالی بلل کېږي.

باور دا دی، که د طالبانو حکومت، مرستندویه ادارې او او روغتیايي ادارې له شکرې ناروغۍ د ځان ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه پرمخ بوځي، نو شونې ده چې د دغې مرګونې او دوامدارې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه بریالۍ پر مخ لاړه او خلک له دغې وژونکې ناروغۍ ځانونه وژغوري.

هره ورځ نیم ساعت چټک قدم وهل، د مشروباتو نه څښل، د خوږو کم استعمال، د غوړو کمه کارونه، د سپینې ډوډۍ او خرما کم استعمال روغتیا پالان د شکرې ناروغۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې منظمې لارې چارې یادوي.

ډېره سبزي، سلاد او لږه تازه مېوه کارونه له شکرې ناروغۍ د مخنیوي یو له مهم لارو چارو ګڼل کېږي او د روغتیاپالانو سپارښتنې دا دي، چې پر دې ناروغۍ دې د ځان ساتنې په موخه له دغو ټکو استفاده وکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه