منظور پښتین: پر خوست بمبار او افغان کډوالو سره سخت چلند «د ترهګرۍ ضد کړنې نه، بلکې پخپله ترهګري ده»

اطلاعات روز: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خوست د پاکستاني پوځیانو وروستۍ بمباري او په اسلام‌اباد کې د میشتو افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو سخت چلند په کلکو ټکو غندلی دی.

پښتین تېره شپه (سې شنبه، ۴ د لیندۍ) په خپله فیسبوک پاڼه پر خوست د پاکستان له لوري شوی بمبار، چې په پایله کې یې یوه ښځه او ۹ ماشومان ووژل شول، «غیرانساني، غیراسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل» بللی دی.

هغه همدارنګه ویلي، چې په اسلام‌اباد کې اروپایي هیوادونو ته د تګ په انتظار میشت افغانان د پاکستاني چارواکو له سخت تشدد او ناوړه چلند سره مخ دي او زیاتوي چې «ماشومان او ښځې وژل او بې‌ګناه کډوال وهل د ترهګرې ضد کړنې نه دي، بلکې پخپله ترهګري ده».

د منظور پښتین په وینا، چې پاکستان له کلونو راهیسې په افغانانو ظلم کوي او په افغانستان کې منفي لاسوهنې کوي، خو بیا هم تمه لري چې افغانان ورسره مینه او احترام وکړي، حال داچې «په انساني فطرت کې دا امکان نه لري.»

پښتین ویلي، چې پاکستان اوس د کوزې پښتونخوا د بې‌ګناه پښتنو ماشومانو او ښځو د وژنو تر څنګ، په بر طن یعنې افغانستان کې هم د پښتنو ماشومانو او ښځو د وژلو لړۍ پیل کړې ده.

د ده په ټکو، چې پاکستان ترهګري پلمه کړې، خو په په اصل کې «د پښتنو ماشومان، ښځې او کورونه یې هدف دي».

پښتین دغه راز تور پورې کړی چې پاکستاني پوځیان یو شمېر پښتانه سیاستوال، مشران او خبریالان ګماري ترڅو د پښتنو سیاسي وېش، بې‌اتفاقي او د یو بل نه‌مرستې فضا دوامداره وساتي.

د پښتین په ټکو، چې د پاکستان پوځ فکر کوي د دې لوبې په پای کې به دوی په سیمه کې د اقتصاد او تجارت څښتنان وي او پښتنو ته به یواځې «وینه، اوښکې، ویجاړي او د ښځو او ماشومانو لوی قبرونه» پاتې شي. خو، هغه زیاتوي چې «دا ځل به لوبه داسې پای و نه مومي لکه څنګه چې دوی فکر کړی دی. دا د لوبې پیل دی، او د تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري، خو انجام به یې بیا نړۍ یاد ولري».

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه