ننګرهار کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ په «هډې اخندزاده» سیمه کې د یوه «ټوډي» موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او درې ژوبل دي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي چې یاده پېښه تېره ورځ (جمعه، ١٤ د لېندۍ) مازیګر مهال رامنځته شوې.

هغه د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د چلوونکي بې احتیاطي یاده کړې ده.

د قربانیانو د هویت په اړه نور جزییات نه دې ورکړل شوي او نه یې هم د ټپیانو روغتیایي وضعیت په اړه څه ویلي دي.

په افغانستان کې وخت ناوخته ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي او لامل یې تر ډېره حده د لارو تنګوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه