اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي، چې د ښارونو چټک پراخوالی او د اقلیم بدلون د افغانستان بډایه کلتوري میراث ګواښي.
دې پروګرام نن (شنبه، ۲۲ د لیندۍ) په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې د تاریخي ځایونو او ماڼیو ساتنه د ښارونو هویت او ویاړ خوندي کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په څو ښارونو کې د چټک ښاري پراخوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دغه پروګرام په وینا، چې د پلان پرته د ښاري سیمو پراختیا یو بحران دی.
د افغانستان ښارونه لا دمخه له بحران سره مخ دي.
د افغانستان ترټولو لوی ښار، کابل د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. کارپوهان خبرداری ورکوي چې کابل ښایي په پنځو کلونو کې د اوبو پرته ښار شي.
