ناڅرګندو وسله‌والو په لغمان کې یو طالب سرتیری وژلی

اطلاعات روز: په لغمان کې ځايي سرچینې وايي، چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار په مربوطاتو کې یو طالب سرتیری په ډزو وژلی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دا پېښه تېره شپه (دوشنبه، ۲۴ د لېندۍ) د مهترلام ښار اړوند «میدانیو» په سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، وسله‌والو د زبیر احمد په نوم دغه طالب چې په «لیزري» مشهور و، له وژلو وروسته د هغه وسله هم وړې ده.

له دې څو میاشتې وړاندې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې هم ناڅرګنده وسله والو دوه طالبان د ګزمې پر مهال وژلي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه