مطیع‌الله ویسا د فساد پر ضد د مبارزې برخه کې د قطر د امیر جایزه وګټله

اطلاعات روز:  د زده کړو د حقونو فعال او د طالبانو پخواني بندي مطیع‌الله ویسا «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» د فساد ضد جایزه وګټله.

د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» د نهم پړاو نړیوالو جایزو (اې سي اې) د ورکړې مراسم د یکشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د قطر د امیر په حضور کې ترسره شول.

مطیع‌الله ویسا د دې پروګرام «د ځوانانو د خلاقیت او مشارکت» جایزې ګټونکی شو.

ویسا زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړي ډول د نجونو لپاره فعالیت کوي او د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې هم د نجونو د زده‌کړو د حق په ملاتړ کمپاینونه کړي دي.

ویسا د ۱۴۰۲ کال په لومړیو کې د طالبانو لخوا ونیول شو او د دې ډلې په زندان کې له ۲۰۰ ورځو څخه ډیر وخت تیرولو وروسته خوشې شو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه