د پاکستان استازی: د ترهګرۍ په اړه د اسلام اباد اندیښنو ته باید پام وشي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، چې د تهران په ناسته کې یې ګډون لري، ټینګار کړی چې د ترهګرۍ په اړه د اسلام اباد اندیښنو ته باید په پریکنده توګه پام وشي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت غوښتونکی دی.

د افغانستان او روسیې د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړو استازو غونډه نن په تهران کې پیل شوه.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق او د اسلام اباد سفیر عبید نظاماني شتون لري.

د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو استازي او د چین، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم د تهران په ناسته کې د نورو ګډونوالو په ډله کې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه