اطلاعات روز: غزني کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ګاز نيونې له امله يوې ښځې او خاوند یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ویلي، چې دغه پيښه تېره شپه (شنبه، ۲۲ د لیندۍ) د اندړو ولسوالۍ اړوند د «ناني» په کلي کې رامنځته شوې.
امنیې قومندانۍ زیاتوي، چې دغه ميرمن او خاوند د خپلې خونې د ګرم ساتلو په موخه ګازي بخارۍ چالانده کړې وه، چې وروسته اکسیجن کم او دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې یوه شپه وړاندې هم د غزني ښار د پښتوناباد په سیمه کې په ورته پېښه کې یوه مېرمن او خاوند د ګازي بخارۍ له امله مړه شوي وو.
