اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې د ولایتونو د پوهنې له ریاستونو سلګونه بستونه ختم کړي دي.
د اطلاعات روز د راټولو شويو شمیرو او اسنادو له مخې، لږ تر لږه ۵۶۰ بستونه چې ډیری یې د ښوونکو دي، د بامیان، دایکندي، پنجشیر او غزني د پوهنې له ریاستونو حذف شوي دي.
د بامیان پوهنې ریاست کې یوه سرچینه وايي، چې د دې ریاست له مرکزي تشکیلاتو ۲۷ بستونه، د ښوونکو ۱۱۱ بستونه، د خدماتي کارکوونکو ۳۳ بستونه او د اسلامي تعلیماتو ۸۷ بستونه ختم شوي دي.
اطلاعات روز بامیان کې د هلکانو او نجونو له ښوونځیو څخه د ۸۷ بستونو د کمولو لیست ترلاسه کړی دی. دا بستونه د بامیان له مرکز او د پنجاب، کهمرد، یکاولنګ او سیغان ولسوالیو له ښوونځیو ختم شوي دي.


په دایکندي کې هم سرچینې وایي، چې د دې ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي برخې څخه ۲۸ او د ښوونکو ۱۲۰ بستونه کم شوي دي.
ورته مهال پنجشیر کې سرچینې وايي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت تازه د دې ولایت د پوهنې ریاست څخه د ښوونکو ۱۲۵ بستونه لېرې کړي دي.
د سرچینو په وینا، د دې بستونو شاوخوا ۱۰۰ یې د پنجشیر په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو ښوونځیو پورې اړوند دي.
د سرچینو په وینا، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د دې بستونو د تنقیص موخه د بودیجې کمښت په ګوته کړی دی.
د یو شمیر نورو اسنادو له مخې، د غزني د پوهنې ریاست کې هم لسګونه بستونه تنقیص شوي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته په رسیدلي لیست کې یوازې په جاغوري ولسوالۍ کې ۲۹ بستونه ختم شوي دي.

تر دې وړاندې سرچینو راپور ورکړی و، چې د هر ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي برخې څخه د ۲۶ څخه تر ۳۰ پورې کارکوونکي له دندو شړل شوي دي.
دا د دې څرګندوي چې په ۳۴ ولایتونو کې د پوهنې په ریاستونو کې سلګونه بستونه حذف شوي دي.
د روان کال په پیل کې د طالبانو د مشر په امر د پوهنې وزارت څخه شاوخوا ۹۰ زره بستونه ختم شول. هغه مهال دې وزارت ویلي و، چې ډیری کم شوي بستونه خالي وو.
اوس مهال، د افغانستان ښوونځي او تعلیمي مرکزونه یوازې د هلکانو لپاره ځانګړي دي. طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
