اطلاعات روز: د ګاونډیو هېوادونو او روسیې استازو له پاکستان او طالبانو څخه وغوښتل چې د خبرو مېز ته راستانه شي او دواړه خواوې ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.
طالبانو دوه میاشتې وړاندې نږدې یوه اونۍ جګړه وکړه او بیا یې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند اعلان کړ. خو له دې سره سره دواړه خواوې تر اوسه په قطر، ترکیې او سعودي عربستان کې په ترسره شویو خبرو اترو کې یوې هوکړې ته په رسیدو او د تاوتریخوالي په کمولو کې پاتې راغلي دي.
د تهران په غونډه کې حاضرو هېوادونو په یوې بیانیه کې ویلي، چې دوی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو لپاره د روانو ټولو هڅو ملاتړ کوي او چمتو دي چې د دې هڅو پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه د یکشنبې په ورځ په تهران کې پیل شوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، چې د دې غونډې ګډونوالو هېوادونو د خپلو موضوعاتو د حلوفصل لپاره د سیمې د اغېزمن رول اهمیت ته په کتو، د افغانستان وروستي بدلونونه وڅېړل او د ځینو مواردو په اړه هوکړې ته ورسېدل.
د دې بیانیې له مخې، د تهران په ناسته کې د سیمه ییزې یووالي او د افغانستان پورې اړوند د ځینو مسلو په ګډون د موجوده ستونزو او ننګونو په حل کې د سیمې پر مرکزي رول ټینګار شوی دی.
د سیمې هیوادونو په افغانستان کې د ثبات په پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې که افغان اړخ خپله اړتیا اعلان کړي، نو دوی به مرسته وکړي.
دغو هېوادونو د افغانستان له خلکو د معیشت د ښه کېدو په موخه له دغه هېواد سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر دوام ټینګار کړی او د سیمې په سیاسي او اقتصادي بهیرونو کې یې د افغانستان د ورګډولو اړتیا ته اشاره کړې.
دغه راز د سیمې هیوادونو د امنیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د ترهګرۍ، مخدره توکو قاچاق او د انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې یې د افغانستان سره د مرستې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.
دې هېوادونو پر افغانستان د لګیدلو بندیزونو د لېرې کولو او د دغه هېواد د شتمنیو د ازادولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر مسؤلیت ټینګار کړی.
سیمه ییزو هیوادونو په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د پوځي شتون د هر ډول هڅې مخالفت کړی دی.
دې هېوادونو د افغانستان د بیا رغونې او د دغه هېواد د اقتصادي او امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې مرسته د هغو هېوادونو مسوولیت بللی چې د افغانستان د ننني وضعیت لامل شوي دي.
د سیمې هېوادونو له نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان اتباعو د راستنېدو ملاتړ وکړي او د هغوی د راستنېدو لپاره شرایط برابر کړي.
د تهران په ناسته کې شوې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه غونډه به ژر تر ژره د ترکمنستان په عشق آباد کې ترسره شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې دویم پړاو د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې په اسلام آباد کې ترسره شي.
