اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیایي وضعیت په اړه په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د نوامبر په میاشت کې د تنفسي ناروغیو د شدیدو پیښو (سینه بغل) کچه ۲۴.۶ سلنه لوړه شوې ده.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د ناروغیو د څارنې سیستم د تنفسي ناروغیو ۱۴۷ زره او ۱۳۸ د اخته کېدو پېښې او له دې ناروغۍ څخه ۲۴۸ د مړینې پېښې ثبت کړې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د اکټوبر په میاشت کې د تنفسي ناروغیو د شدیدو پیښو شمیر ۱۱۸ زرو او ۹۰ ته رسیدلی دی.
د دغه سازمان په وینا، سره له دې چې په نوامبر کې د تنفسي ناروغیو پیښو کې زیاتوالی راغلی، خو د مړینې کچه په ۰.۲ کې ثابته پاتې شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د نوامبر په میاشت کې د سختې نسناستې ۹ زره او ۵۴۸ پېښې او له دې ناروغۍ سره تړلې څلور د مړینې پېښې راپور شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې دا شمېرې د اکټوبر میاشتې په پرتله ۳۸.۲ سلنه کموالی ښيي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د سختې نسناستې پېښې له اګست میاشتې راهیسې د کمېدو په حال کې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې د نوامبر په میاشت کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې ۲ زره او ۳۵۷ ته لوړې شوي، چې دا د اکټوبر میاشتې په پرتله ۲۱.۹ سلنه زیاتوالی ښيي. سره له دې زیاتوالي په ۲۰۲۵ کال کې د ډینګي تبې پورې اړوند هېڅ د مړینې پېښه نه ده راپور شوې، چې دا د دغو پېښو د اغېزمن مدیریت څرګندونه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د راپور ورکولو په موده کې د ملاریا ټولټال څلور زره او ۸۰۴ پیښې هم راپور شوي، چې د اکټوبر په میاشت کې د ۱۵ زرو او ۲۵۳ پیښو په پرتله ۶۸.۵ سلنه کمښت پکې راغلی دی.
د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د ملاریا پورې اړوند هیڅ مړینه نه ده راپور شوې.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور وایي، چې په نوامبر کې د شري درې زره او ۷۲۱ نوې پیښې او پنځه اړوند مړینې راپور شوي، چې د سپټمبر په پرتله ۵.۱ سلنه زیاتوالی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې د کانګو وینې بهیدونکي تبې ۴۷ قضیې، چې څلور یې اړوند مړینې وې، په نوامبر کې راپور شوي، چې د اکتوبر په پرتله ۶۰.۸ سلنه کمښت ښیي.
دې سازمان ویلي، چې د کانګو تبې د مړینې لوړې کچې ته په پام سره، دا خورا مهمه ده چې قوي او دوامداره څارنه ترسره شي، ترڅو ژر کشف او پر وخت مداخله یقیني شي.
په داسې حال کې چې د مخنیوي وړ ناروغۍ د افغانستان د خلکو ژوند اخلي، د دې هېواد د روغتیا سکتور له بحران سره مخ دی.
د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي او اوس مهال روغتیايي مرکزونه د نړیوالو موسېسو په ملاتړ فعالیت کوي.
