د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښه کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ترافیکي پېښې له کبله دوه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د یادې لارې یو موټر چلوونکي اجمل وایي، دغه پېښه نن (سې شنبه، ۲۵ د لیندۍ) سهار شاوخوا ٧:٠٠ بجې د يو فلډر او سراچه ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

د هغه په وینا، د پېښې قربانيان او ټپيان په اصل د کونړ او ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.

هغه د دې پیښې د لامل په تړاو څه ونه ویل او نه یې هم د ټپیانو روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د سړک خرابوالی، د ترافیکو قوانینو نه مراعات او بې‌احتیاطي ډېر کله د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه