طالبانو نورستان کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورلې

نورستان کې طالب چارواکو خبر ورکړی چې دې ډلې په دې ولایت کې د ۱۳.۱ کیلو ګرامو بیروج ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورلې دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د ولایت مقام ویاند فریدون صمیم ویلي چې دا داوطلبي نن (یکشنبه، ۲۳ د لیندۍ) د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ تر سره شوه چې پکې شاوخوا ۴۰ تنو پانګوالو برخه اخیستې وه.

صمیم زیاته کړې چې د دې ډبرو د عوایدو له درکه د طالبانو خزانې ته ۱.۳ میلیون افغانۍ جمع شوې دي.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې دا ګران بیه ډبرې د نورګرام ولسوالۍ د «پشګر» درې له کانونو استخراج شوې وې.

دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دې ډلې د نورستان او پنجشنیر په شمول د هیواد په ګڼو ولایتونو کې په ځلونو ګران بیه او نیمه ګران ډبرې پلورلې دي او له دې د تر لاسه کېدونکو عوایدو د لګښت په اړه شفاف معلومات نه ورکوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه