یونیسیف: په افغانستان کې په حادې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۷ میلیون ته لوړ شوی

انځور: یونیسف

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) ویلي چې په افغانستان کې په حادې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۷ میلیون ته لوړ شوی.

تر دې وړاندې یونیسیف په افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۵ میلیونه ښوولی و.

یونیسیف ویلي چې غواړي هغو ۱.۳ میلیون ماشومانو ته د درملنې خدمات وړاندې کړې چي سخت ډنګر دي او له خطري متوسطې خوارځواکۍ سره مخ دي، خو د بودجې له کمښت سره مخ دي.

یونیسیف په یوه بله اعلامیه کې هم ویلي چې په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ کړکېچ هم مخ پر پراخېدو دی.

دې بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۶ کال پر مهال به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا ولري او په دې لړ کې ۱۱.۶ میلیون ماشومان دي.

یونیسیف همدا راز په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د سختې لوږې په تړاو هم خبرې کړې دي.

دې بنسټ ویلي چې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره په دې هیواد کې لوږه مخ پر بدترېدو ده.

د خوړو او کرنې د سازمان (فائو) په تازه راپور کې هم وړاندوینه شوې چې په راروان ژمي کې به په افغانستان کې لوږه زیاته وي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په دې ژمي کې به په افغانستان کې ۱۷.۴ میلیون وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه