اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له طالبانو غوښتي، چې د دې سازمان دفترونو ته د ځایي ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندیز ختم کړي، ترڅو وکولای شي له اړو خلکو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی او باید سمدلاسه پای ته ورسیږي.»
طالبان د تېرو ۱۰۰ ورځو راهیسې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندیز لګولی او نه پریږدي چې ښځې د دغه سازمان په دفترونو کې کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه له دې سازمان سره د ښځو کار اړین بولي او وایي، چې یوازې د دوی د شتون له لارې کولی شي ښځو او نجونو ته ورسیږي او مرستې چمتو کړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې مرستې باید د ښځو له لوري ښځو ته ورسیږي.
طالبانو درې کاله دمخه ښځې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي سازمانونو کې د کار کولو څخه منعه کړې، په داسې حال کې چې ښځې د دې ډلې د واک په لومړۍ ورځ په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منعه شوې وې. د دې بندیز سره سره، ښځو د ملګرو ملتونو په ادارو او یو شمیر مرستندویه ادارو کې کار کولو ته دوام ورکړی و.
