د دعا کوونکو حکومت

په افغانستان  کې د فقر او وچکالۍ په ورځو کې د مدیریت تشه

خالد محمدي

په وچکالۍ او پراخ فقر کې راګیر افغانستان کې د طالبانو مشر د دې کړکېچ د مدیریت پر ځای خلک دعا کولو ته رابللي دي. د افغانستان د وضعیت څارونکي په دې باور دي چې ملي سرچینې په بشپړ ډول د دې ډلې په واک کې دي، د طالبانو په روایت کې دعا په یوه سیاسي ابزار بدله شوې چې په وسیله یې خپل ضعف پټوي او هغه مسوولیت چې دوی باید اخیستی وای، هغه اسمان ته سپاري. 

په وروستي ځل د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د لیندۍ میاشتې پر ۱۴مه د جمعې په لمانځه کې ټولو جوماتونو ته لارښوونه کړې وه، چې د خطبو پر مهال د «استسقا د لمانځه» یعنې د باران د غوښتنې پر لمانځه ټینګار وشي او وروسته دې خلک د باران لپاره دعا وکړي. د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې د دې ډلې د مشر له قوله راغلي و: «د جمعې په خطبه کې دې د استسقاء موضوع یاده شي، خو په خلاص میدان کې د استسقاء لمونځ ادا کول او خلک په یو مشخص ځای کې راټولول ضروري نه دي. علما او خلک کولای شي د جمعې تر لمانځه وروسته په هماغه خپل جومات کې دعا وکړي. که بهر وتل ستونزه وي او یا د راټولېدو امکان نه وي، نو په هماغه جومات کې د استسقاء دعا بسنه کوي.» 

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د وچکالۍ او همدارنګه د فقر پر وړاندې د مبارزې په څېر مواردو کې له خلکو غواړي چې دعا وکړي. د طالبانو مشر او د هغه تر مشرۍ لاندې حکومت ټول پوځي او سیاسي واکونه انحصار کړي او همدارنګه د افغانستان ټول ملي عواید، تر ځمکې لاندې سرچینې او کانونه له شفافیت پرته لګوي. طالبان معمولاً د خپل حکومت د بودیجې اندازه، د طالبانو د مشر د دفتر لګښتونه او د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو مصارف نه اعلانوي. 

په داسې حال کې چې د طالبانو مشر له خلکو غواړي چې د باران غوښتنې لمونځ وکړي او شتمن خلک دې له بېوزلو سره مرسته وکړي، خو بل لور ته د افغانستان د ملي عوایدو لویه برخه د دارالعلومونو، دیني مدرسو او جوماتونو د جوړولو او پراختیا لپاره لګېږي. 

تېر کال د طالبانو مشر د افغانستان شمالي ولایتونو ته سفر وکړ او په دې سفر کې یې خپلو ځینو پلویانو او قومندانانو ته نغدې پیسې ووېشلې. د طالبانو په حکومت کې دا ډول لګښتونه د افغانستان له ملي عوایدو څخه ترسره کېږي، خو د خلکو د ژوند د ستونزو — هغه چې د اقتصادي بحرانونو له امله رامنځته شوې دي— په تړاو د طالبانو مشر له خلکو غواړي چې د دعا او لمانځه له لارې د دې ستونزو د کمېدو او د وچکالۍ او د اوبو د کمښت د بحران له منځه وړلو هڅه وکړي. 

د طالبانو مشر د وري/حمل په میاشت کې د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې هم له شتمنو کسانو غوښتي و، چې له بېوزلو او معلولینو سره مرسته وکړي او د دې ډلې د چارواکو لپاره دعا وکړي. د هغه په پیغام کې راغلي و: «په عمومي ډول ټولو مسلمانانو ته دعا وکړئ او د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته دعا وکړئ، تر څو د شریعت د تطبیق او د خلکو د خدمت په لاره کې دوی ته ثبات، صبر او زغم ور په برخه شي او زه هم تاسو ټولو ته دعا کوم.» هغه دا ادعا هم کړې وه چې «امیر ته د خیر دعا واجب ده.» 

همدارنګه د طالبانو مشر د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمانځه په وینا کې ادعا کړې وه چې فقر او شتمني د الله تعالی له لوري دي او مسلمانان باید شکایت ونه کړي. هغه ویلي و چې شتمن باید پر بېوزلو رحم وکړي او بېوزلي باید د شتمنو لپاره دعا وکړي او پر خپل حالت باید راضي وي. هغه ټینګار کړی و: «[یو څوک باید دا باور ولري چې] الله تعالی فیصله کړې ده چې زه به فقیر یم او زه د الله تعالی په فیصله قناعت کوم. له هېچا شکایت نه لرم چې دا فقر د فلاني له طرفه راغلی دی. فلانی او فلانی هېڅ نه شي کولای.»

بلخ ولایت کې د سالبارون کلي اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتون اندیښمن کړي

په ولږه کې راګیر ولس

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ د لیندۍ میاشتې پر ۱۷مه اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري. اوچا وایي چې وچکالي لا هم دوام لري او ۱۲ ولایتونه په جدي ډول اغېزمن شوي دي. د دې راپور له مخې، ۳.۴ میلیونه کسان له وړاندې د وچکالۍ له اغېزو سره مخ دي او اټکل کېږي چې  د ۲۰۲۶ تر پیل پورې به تر منځنۍ کچې لږ ورښت او د تودوخې لوړېدل دوام ولري. اوچا د افغانستان د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱.۷۲ میلیارد ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده. 

طالبان په داسې حال کې خلک د استسقاء لمانځه ته رابولي چې دا پرله ‌پسې څووم کال دی چې افغانستان وچکالي تجربه کوي. د دې ډلې حکومت د اوبو د مدیریت لپاره هېڅ جدي پلان نه دی وړاندې کړی. د طالبانو د مشر لارښوونه د هماغه ایډیولوژیک چوکاټ برخه ده چې طبیعي بحرانونه د بې‌پلانۍ او د مدیریت د کمزورۍ پایله نه، بلکې «الهي ازموینه» ګڼي.

په داسې حال کې چې د وچکالۍ د مدیریت لپاره اړتیا ده چې د بندونو پر جوړولو، د اوبو پر پلانونې، د کرنې لپاره د اوبو د کارولو پر سیسټم او تر ځمکې لاندې سرچینو پانګونه وشي، مګر طالبانو دا موضوع یوازې د «دعا» کچې ته راکښته کړې ده. 

د جمهوریت د اوبو له پروژو تبلیغاتي استفاده

سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د اوبو د سرچینو پر مدیریت ټینګار کوي او ادعا کوي چې د هرات د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند یې بشپړ کړی، خو د دې بند ډېره برخه کار د جمهوریت د نظام پر مهال ترسره شوی او دا پروژه د ګټې‌اخیستنې پړاو ته نږدې شوې وه او همدې وخت کې جمهوري حکومت سقوط وکړ. په هماغه وخت کې د بند د جوړوونکې کمپنۍ مسوول او همدارنګه د هرات ځايي چارواکو ویلي وو، چې د دې بند د ګټې ‌اخیستنې د ځنډ او ورو-والي یو لامل د طالبانو له‌خوا د پروژې شاوخوا رامنځته شوې ناامني او همدارنګه د دې ډلې «باج‌اخیستنه» وه. 

پاشدان بند د ۴۵ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او کولای شي ۱۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او دوه مېګاواټه برېښنا تولید کړي. همدارنګه طالبان ادعا کوي چې د فراه پر سیند د بخش‌ اباد بند د دوو انحرافي تونلونو د جوړولو کار کې هم پرمختګ شوی، خو د جمهوریت پر مهال همدې ډلې د پروژې د دوام مخه نیوله او اجازه یې نه ورکوله چې کار دوام وکړي. 

د دغو پروژو ترڅنګ، طالبان د څو نورو وړو او منځنیو بندونو د جوړولو او پرې د کار کولو ادعا هم کوي، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کوم ستر بند د جوړونې چارې نه دې پیل شوي. هغه څه چې طالبان یې نن پرانیزي، هماغه پروژې دي چې د جمهوریت له نظامه پاتې شوې دي او یا د بشپړېدو په پړاو کې وې او یا یې ډېره برخه کار مخته تللی و. مګر له دې سره-سره، طالبان دا پروژې په خپل نوم ثبتوي او تبلیغاتي ګټه ترې اخلي. 

د طالبانو له لوري د پاشدان بند افتتاح/ د ملا برادر دفتر

لمونځ او دعا؛ د بحران د حل بدیل؟

د استسقاء لمونځ د اسلامي کلتور یوه برخه ده او د افغانستان په تاریخ کې هم کله نا کله ترسره شوی دی. خو طالبانو دا سنت د فردي او ټولنیزې معنویت له حوزې څخه د سیاست ډګر ته راوړی دی؛ داسې انګېرل کېږي چې ګواکې لمونځ کولای شي د بندونو، د اوبو رسوونکو شبکو، د اوبو لګولو د مدیریت تشه او یا تر ځمکې د لاندې سرچینو د څار کمښت جبران کړي. دا ډله له لمانځه د مشروعیت تر لاسه کوونکې وسیلې په توګه کار اخلي: هم د ټولنې مذهبي احساسات پاروي او هم د بحران مسوولیت معنوي فضا ته لېږدوي. اخر هم د دې پر ځای چې خلک وپوښتي چې ولې د اوبو مدیریت نیمګړی دی، ولې بودیجه د سرچینو د مدیریت پر ځای پر دیني مدرسو لګېږي او ولې تخنیکي وزارتونه له متخصصانو تش شوي؟ مګر پام د دعا پر لور اړول کېږي؛ دا هماغه ځای چې طالبان هم غواړي عامه افکار همدلته تم شي. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې د اوبو د مدیریت په اړه کومه ستراتیژي نه ده وړاندې کړې، بلکې د متخصصانو په شړلو او د تخنیکي بنسټونو په کمزوري کولو سره یې د اوبو د مدیریت وړتیا په جدي ډول راټیټه کړې ده. 

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه