بدن، جنسیت او شریعت

د ښځې او ټولنې تر منځ د اړیکې جاج

یاسین احمدي

په اسلامي ټولنو کې د ښځې بدن د ناسمو لارښوونو او یا هم له یو شمېر دیني ښوونو څخه د ناسم برداشت له امله هیڅکله هم د یوې ژوندۍ پدیدې په توګه نه دی پېژندل شوی، بلکې دا د سیاست او قدرت د لوبو په ډګر بدل شوی؛ هغه ډګر چې په عین مهال کې هم حقوقي او اخلاقي نظم او هم مذهبي او سیاسي نظم ټاکي او له دې سره-سره د ښځې له بدن څخه د کنټرول او مجازات لپاره هم کار اخیستل شوی او اخیستل کېږي. دا چې په دې ټولنو کې د ښځو د بدن پر ښکاره کېدو بندیز دی او جرم ګڼل کېږي، دا داسې ناجوړښتیز چلندونه او قوانین نه ګڼل کېږي چې د دې ټولنې له ټولیز روان څخه دې بېل وي، بلکې دې ته باید د قدرت او د مشروعیت د تفسیر په جوړښت/ساختار کې وکتل شي. په دې ساختار کې ګڼ لوبغاړي د دې بندیز د رامنځته کولو او دوامداره کولو لپاره سره یو شوي دي، لکه: دولت، کورنۍ، قبیله محوره دودونه، رسنۍ او جنسیتي اقتصاد او دیني بحث یا ګفتمان او دا ټول د ښځې د بدن په کنټرول او محدودولو کې رول لري. په دیني – مذهبي ګفتمان کې دا کنټرول تر ډېره حده د عفت، حیا، ناموس، فتنه، شریعت او یا د عمومي اخلاقو د الفاظو په پوښ کې وړاندې کېږي او په دې توګه عمومیت خپلوي. د اسلامي حکومتونو له لید سره سم، د ښځې بدن یو لړ داسې سیاسي او هویتي مسوولیتونه لري چې تر ډېره حده د عمومي نظم په لړ کې مهم دي او په تړاو یې بې پرواني د ایماندارۍ روح ژوبلوي. مذهبي حکومتونه د خپل واک د ساتنې او مشروعیت تر لاسه کولو لپاره له داسې اصطلاحاتو ګټه اخلي.

میشل فوکو د ژوند له سطحې بیا تر سیاسي ډګره د بدن د ارتقا مسئله داسې روښانوي چې بدن د قدرت د تر لاسه کولو لپاره د عمل یوه سطحه ګڼي او په دې باور دی چې د انتزاعي قانون په پلي کولو کې نه بلکې د بدن د ډېرو جزیي چلندونو او عادتونو په تنظیم کې پلی کېږي (Foucault, 1977). فوکو نظم، څارنه، شرم، ګناه او د حرکت مهارول د اطاعت د سوژو د تولید لپاره د سیاسي نظمونو اصلي ابزار ګڼي. د فوکو خبرې ته په پام، د ژوند له سطحې سیاسي ډګر ته د بدن له ارتقا داسې په ډاګه کېږي چې په دې ټولنو کې د حکومت ډېره انرژي د ښځو د بدن پر مدیریت او کنټرول لګېږي او د اسلامي ټولنو او په ځانګړې توګه د افغانستان د ټولنې د دیني او سیاسي بنسټونو چلند هم همدا څرګندوي – ځکه چې په دې ټولنو کې د ښځې بدن د اخلاقو، دین او ټولنیز نظم څرګندونه کوي. په داسې ټولنو کې د ښځو په ظاهر کې هر ډول تغییر د دولت په مشروعیت کې د تغییر په معنا اخیستل کېږي. له همدې کبله د ښځې بدن د جګړې په یوه داسې ډګر بدلېږي چې هلته دولت، دین، ټوله او فرد تل له یوه-بل سره ښکېل وي.

د فوکو په څېر سیمون دوبووار هم په «دویم جنسیت» کتاب کې وایي، چې ښځه په نارینه سالارو جوړښتونو کې «بل موجود» دی چې په خپله د ځان معنا او تعریف نه شي کولای، بلکې نارینه یې ورته ټاکي. په اسلامي ټولنو کې دا «بل موجودیت» نه یوازې یوه کلتوري چاره ده، بلکې په قانوني، شرعي او سیاسي توګه هم د دې اغېز څرګندونه کېږي. دوبووار په دې اند ده چې د ښځې بدن تل یوه داسې ساحه ده چې ټولنه یې پر اساس اخلاق، مسوولیت او ګناه تعینوي. د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځه له وړکتوبه د ناموس ساتونکې او د کورنۍ عفت ګڼل کېږي. د ښځې پر بدن د مالکیت حق د ټولنې هر فرد ته سرایت کولی شي او په دې توګه د ښځې بدن د ټولنیزو اخلاقو د تعین په لوبغالي بدلېږي. یا هم په نورو الفاظو که ووایو چې دا ټولشموله مالکیت د دې سبب کېږي چې د ټولنې هر وګړی د ښځې په تړاو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» د مسوولیت احساس وکړي او په دې توګه له کوم خنډ پرته ښځه یو بل موجودیت ګرزي، حجاب پرې جبري کېږي، له کوره نه شي وتلای او تر دایمي څار لاندې وي. د ښځې د بدن په تړاو د ټولنې، قانون او سیاست دغسې لید ښځه له خپل طبیعي حالت څخه وباسي او د کورنۍ، قبیلې او یا دولت د هویت په سوژه او ابزار یې بدلوي. د فوکو او سیمون دووبوار له څرګندونو ښکاره کېږي چې په اسلامي ټولنو کې د ښځو بدن ګناه ګڼل یوازې یو فقهي حکم او دودیز کلتور نه دی؛ بلکې د قدرت یوه داسې وسیله ده چې په ټوله کې د ښځې بدن د ثبات او یا هم د سیاسي نظم د له منځه وړلو لپاره کارول کېږي.

البته په دې لړ کې باید د قانون، شریعت او دود تر منځ توپیر ته پام وکړو. د ښځې پر بدن یو شمېر سخت بندیزونه د اسلامي هیوادونو په قوانینو کې نه دي راغلي، بلکې دا بندیزونه له قبیلوي دود، عمومي اخلاقو، نارسمي پېښو او له دین څخه له کلتوري برداشتونو اخیستل شوي. د چاندرا موهانتي په وینا: مسلمانې ښځې نه یوازې د دین تر سلطې بلکې د دود، کلتور او سیاست تر سلطې هم لاندې دي. له همدې کبله د ښځې بدن جرم ګڼل یوازې د یوه بنسټ د عمل پایله نه ده، بلکې یو بشپړ نظام پکې ښکېل دی او دا نظام له تاریخ، ټولنې، فقهې، جنسیت، استعمار او سیاست څخه خپل برداشتونه لري.

په اسلامي هیوادونو کې د ښځې بدن جرم ګڼل دوې ځانګړنې لري: لومړی، د جرم والي مخینه، یعنې د ښځې تر ګناه او تخلف/سرغړونې وړاندې د ټولنې په عام ذهنیت کې د هغې بدن د بې نظمۍ، انحراف او یا ګناه بالقوه سرچینه ګڼل کېږي. په اسلام کې د دې فکر مخینه له جنت څخه د ادم او حوا له ایستلو سره تړل کېدلای شي او د دوی د شړل کېدو کیسه تر یوه حده له ښځې سره تړاو پیدا کوي. دویم، عموم والی؛ یعنې د ښځې پر بدن کنټرول او څار یوازې د قانون له خوا نه کېږي، بلکې دا د کورنۍ، روحاني طبقې، ګاونډي، زده کړییزو مرکزونو، جومات، رسنیو او حتا په خپله د ښځو له لوري هم ترسره کېږي. فوکو داسې هر اړخیز قدرت «میکروپولیټیک» یا هم «ذره یي سیاست» نوموي او دا قدرت یوازې د یوه مرکز له لوري نه، بلکې په ټولنه کې د موجودو زرګونو وړو جوړښتونو له لوري پلی کېږي. په ډېری اسلامي ټولنو کې حتا ښځې په خپل کور کې هم له څارنې نه دي وتلي او داسې ویل کېدلای شي چې د هغې خصوصي حریم هم د ټولنیز قلمرو یوه برخه ګڼل کېږي او همدا مسئله د ښځو تر منځ د جنسیتي اضطراب، د بدني شرم، ځان سانسورۍ او د ښځو له لوري د ښځو د بدن د څارنې اصلي لامل ګڼل کېږي.

سیمون دوبووار په دویم جنسیت کتاب کې ټینګار کوي چې ټولنه د ښځې بدن ته په معنا ورکولو سره دا د خپل بدن تر برخلیک پورې راټیټوي. دا دقیقا هماغه څه دي چې په ډېری اسلامي ټولنو کې له شریعت څخه د راډیکال تعبیر په توګه راڅرګندېږي. په داسې ټولنو کې نه یوازې دا چې ښځه د نارینه سالار بحث پر اساس تعریف کېږي، بلکې د دې بدن له یو لړ داسې معرفتي او اخلاقي مسوولیتونو سره مل وي چې هغه د سړو په تړاو هیڅ نه مطرح کېږي. د دې باور له مخې ښځې باید خپل غږ، حرکت، جامو، خندا، نظر او حتا خپلې ناستې او ولاړې ته متوجې وي. دا سخت څار د دې لامل کېږي چې د ښځې بدن تل له قضاوت سره مخ یو جسم وي؛ هغه جسم چې طبیعي نه شي کېدلای او تل د ټولنې د ذهني ذوق له مخې ارزول کېږي.

هانا ارنټ په خپل کتاب د بشر وضعیت کې د بشري ټولنو اصلي حوزې درې بللې دي: خصوصي، اجتماعي او عمومي. د ارنټ په اند، سیاست هغه څه دی چې په عمومي حوزه کې پېښېږي: چیرته چې انسانان د یوه سیاسي نظم په متن کې د یوه وګړي په توګه راڅرګند شوي او عمل کوي او نهایتا د یوې ګډې نړۍ په رغولو کې ونډه اخلي. ارنټ وایي چې کله یوه ډله په عمومي فضا کې له حضوره بې برخې شي، نو تر خپلو مدني حقونو زیات څه بایلي او د یوه سیاسي انسان په توګه د ظهور او عمل له حق څخه محرومېږي. که په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت همداسې وګڼو لکه دلته چې وویل شول، نو داسې ښکاري چې د ښځې د بدن جرم ګڼل یوازې د هغې تر تګ-راتګ او یا پوښاک پورې ځانګړی نه دی، بلکې دا د ظهور د حق سلبول، د هغې د انساني هیلو له پامه غورځول او له ډېرو بنیادي انساني حقونو څخه د هغې بې برخې کول دي. په افغانستان او ډېری اسلامي هیوادونو کې عمومي فضا ته تر تګ وړاندې د ښځې پر بدن سیاسي، اخلاقي او امنیتي مسوولیت اچول کېږي او داسې انګېرل کېږي چې د دې په حضور سره د سیاسي-ټولنیز نظم لپاره جدي ګواښ راپیدا کېږي.

په افغانستان او یو شمېر اسلامي هیوادونو کې له پوهنتونونو، ادارو، رسنیو او لارو-کوڅو څخه د ښځو حذف هغوی عملا د یوه داسې وضعیت پر لور بیایي چې هانا ارنټ یې د «بې غږه پرګنو تولید» نوموي. ښځه په بې غږه حالت کې نه یوازې له سیاسي حقونو څخه بې برخې کېږي، بلکې د هغې د لیدل کېدو حق هم ترې سلب کېږي. کله چې وضعیت دغسې شي نو بیا په دیني او مذهبي واکمنیو لکه د طالبانو او یا بل هر دیني حکومت کې مسئله یوازې د ښځې د بدن کنټرول نه دی؛ بلکې اصلي موخه له ګډې سیاسي نړۍ څخه د ښځو حذف دی.

په تهران او کابل کې د ښځې له بدن سره همغږی چلند

په دواړو ځایونو کابل او تهران کې د ښځو د بدن د ځپلو ساختارونه بنسټیز شوي دي. البته ایرانۍ ښځې د افغان ښځو په پرتله په عمومي فضا کې فعالې دي. په ځانګړې توګه اعتراضونو، د بدن د بیا تعریف په غورځنګونو او د ټولنیزو حرکتونو د جوړولو په برخه کې ښه امکانات لري. په ایران کې د ښځې بدن د سیاسي شخړې ډګر دی؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هغوی د حذف په بې رحمانه ډګر بدل شوی دی. په ایران کې د ښځې بدن ته د یوې سیاسي ستونزې په توګه کتل کېږي؛ مګر په افغانستان کې د ښځې بدن یو وجودي مشکل دی. په نهایت کې په دواړو نظامونو کې د ښځې بدن تر یوه ژوندي موجود هاخوا څه ګڼل کېږي. له دې ټول ګډ بهیر څخه داسې ښکاري چې په دواړو هیوادونو کې د ښځو ازادي د جزوي اصلاحاتو له لارې نه شي تر لاسه کېدلای، بلکې د دین، دولت، کلتور او بدن تر منځ په اړیکه کې باید ژور ساختاري بدلونونه راشي او هغه وخت د ښځو ازادي ممکنه کېدلای شي.

داسې ښکاري چې د تهران-کابل پر فضا دا واکمن سیاسي-ټولنیز جوړښت ښایي تر دې هم ژورې ریښې ولري او څرک یې په دیني لارښوونو او قرآن کې موندل کېدلای شي. قرآن د ډېری سپېڅلو متونو په توګه په یوه داسې کلتوري چاپېریال کې راغلی چې نارینه سالاري د هغې ټولنې اساس وه. له همدې کبله په قرآن کې د ښځې حیثیت د برابرو حقونو له مخې نه بلکې د سلسله مراتب له اړخه تعین شوی دی. په قرآن کې ځیني ایاتونه نه یوازې دا چې نارینه سرپرست معرفي کوي، بلکې ښځه ذاتا د یوه داسې موجود په توګه معرفي کوي چې د بل سرپرستي ته اړه ده. د ښځې او نر تر منځ د نابرابرۍ منطق د میراث، دیت، شهادت او طلاق په ایاتونو کې تکرار شوی دی: ښځه نیم میراث وړي، د دوو ښځو شهادت له یوه نارینه سره برابر دی، د ښځې دین د نارینه د دیت په پرتله نیمایي دی، طلاق د نارینه اختار دی؛ او دې ته ورته نور ډېر احادیث او معتبر روایات شته چې له ښځو سره تبعیض او د هغې پردي ګڼل بنسټیز کوي.

اسلامي فقهې په سني او شیعه دواړو بڼو کې دا سلسله مراتب له پېړیو راهیسې عملیاتي کړي او خوندي یې ساتلی دی. د فوکو په اند، د ښځې پر بدن د انقیاد دا جوړښتونه یوازې احکام نه دي، بلک د «سوژې د تولید تخنیکونه» دي چې په وسیله یې ښځه په یوه کم ارزښته، کم عقله او کم اختیاره موجود بدلېږي او د دوبووار په وینا، په دې توګه یې ماهیت «دویم جنسیت» ته اوړي.

که (په روایتونو کې) کې د ښځو د تولید ورځ راوسپړو، نو په سپېڅلو اسلامي متونو کې د دې د پیدایښت په اړه روایتونه دا خبره په ډاګه کوي چې ښځه فرعي (دویمه درجه) مخلوق ګڼي. لکه ځینې روایتونه داسې دي چې ښځه د نارینه له پښتۍ پیدا شوې او په دې توګه ښځه فرع ده او نارینه اصل دی. همدا راز، د اسلامي فقهې په اند ښځه ذاتي ارزښت نه لري، بلکې د دې ارزښت په یو بل چا پسې تړلی که د یو چا مېرمن وي، د یو چا مور وي، د یو چا لور وي، نو ارزښت لري. حتا د مور په توګه یې هم ارزښت د نارینه له زېږون سره تړلی دی؛ که یوه ښځه نجلۍ وزېږوي، بیرته یې ارزښت کمېږي. په دې توګه ښځه د قدرت منشأ نه بلکې ترې مشتق ده. د دوبوار په وینا، دا د بل/پردي ګڼلو تر ټولو دقیق شکل دی: ښځه له پیله اصل نه ده او څرګنده ده چې په داسې جوړښت کې د هغې سیاسي یا ټولنیز حضور د نظم پر خلاف بغاوت ګڼل کېږي. بل اړخ ته، د فتنې، شر او یا هم د نارینه د پاروونکې سرچینې په توګه د ښځې وړاندې شوي انځور د دې د کنټرول لپاره بې رحمانه اسباب برابر کړي دي: د ښځې بدن باید پټ وي، تر څو ټولنه روغه پاتې شي. داسې لید د ښځې د بدن سیاسي کنټرول ته لار هواروي.

رادهاکریشنن پر هغو انسانانو چې له خدای پرته بله اسره نه لري، د ظلم د تحمیلېدو په اړه وایي، چې تر ټولو بد ظلم هغه دی چې سپیڅلی کړل شوی وي. کله چې د قرآن او فقهي روایاتو پر اساس د ښځې شهادت د نارینه نیمایي، عقل یې ناقص او میراث یې نیم وبولو، بدیهي ده چې په شرعي پوهه کې به د ښځې د وجود خون بها د نارینه تر چپه پښتۍ کمه وي. د ښځې د حیثیت دا تقلیلول یوازې د سیاست له اړخه نه بلکې د عادل خدای تر نوم لاندې توجیه کېږي؛ داسې ښکاري چې دا هر څه د نارینه سالارۍ د زمانې په تفکر کې تاریخي ریښې لري. پر دیني قوانینو ولاړ رژیمونه داسې احکام له خپلو تاریخي ریښو بېلوي او د ښځو د بدن د ځپلو لپاره یې په سیاسي ابزار بدلوي؛ ګواکې د ښځو ځپل یوه سپیڅلې دنده ده چې د سیاسي الهیاتو بنسټ ده او د سپېڅلي شارع یوازینۍ اندېښنه د ښځې د بدن د ځانګړنو ښکاره کېدل دي.

په دین محوره نظامونو کې د ښځینه هویت د بیا تعریفیدنې په شېبو کې د دې هر خپلواک غبرګون د الهي نظم نقض ګڼل کېږي؛ ګواکې ښځه په خپلې خپلواکۍ، په خپل پوښاک، د خلکو تر منځ په خبرو کولو او له خپله حقه په دفاع نړۍ د خپل الهي نظم له مسیره وباسي. ایا دا له ازاد انسان سره د مخامخېدو هماغه پخوانی ډار نه دی؟ په دیني رژیمونو کې د ښځې حذف او تحقیر د دیني متن، له متنونو د نارینه سالار تفسیر او د واکمنو د هغو ځانخوښو سیاستونو تر منځ د اړیکو هغه خطرناک محصول دی چې ښځه ورته یوازې جنسي مرېیي ښکاري. له همدې کبله په دې جوړښتونو کې د ښځو وروستی ارزښت د الهي او سیاسي نظم د خوندیتوب تر کچې راټیټېږي او دا نظم هم د ښځې له حذف پرته پاشل کېږي. دا رژیمونه باید له ښځو ووېرېږي، ځکه پوهېږي چې که ښځه د سیاسي سوژې په توګه راڅرګنده شي، نو د هغوی ټول نظم به له یوې مخې ختم کړي. په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د اوسنیو تګلارو ریښه همدا وېره ده او په دې توګه خپله وروستۍ هڅه کوي چې د ښځو له وجود څخه خپل انساني تعریف وړاندې کړي.

د تاوتریخوالي عاموالی

په ټولنه کې د شته نهادونو لکه ژبې، شریعت، حجاب او یا عفت له لوري تاوتریخوالی ځینې وختونه تر خطرناکې کچې پورې زیاتېدلای شي. په ځینو مواردو کې په خپله ښځې هم د دې تاوتریخوالي ملاتړ کوي. د دوی دا ملاتړ دوی ته هماغه ورکول کېدونکی تلقین دی چې د دوی ارزښت د دوی د بدن تر کنټرول پورې تړاو لري او په دې توګه ښځې د همدې فشارونو په دننه کې ژوند کوي. د خپل ځان په تړاو داسې ګومان او د دنننیو فشارونو تحمل په ورځنۍ او عادي چاره بدلوي. د جودیت باټلر په وینا، جنسیت کوم طبیعي او یا له وړاندې ورکړل شوی شی نه دی، بلکې یوه «اجرا» ده؛ یعنې ټولنه د ځینو اولګوو د تکراري چلند له مخې د نارینه او ښځې بدن ټاکي. د باټلر په وینا چې دا مفهوم په اسلامي ټولنو کې په پام وړ کچه زیات دی: ښځې باید په اسلامي ټولنو کې یو لړ جنسیتي چلندونه «اجرا» کړي تر څو ښه، عفیفه او مسلمانه ښځه وګڼل شي. له دې اجرایي بڼې څخه لږ انحراف لکه په لوړ غږ خندل، متفاوته جامه او یا هم د نارینه‌وو په ځایونو کې حضور په ډېره بیړه جرم ګڼل کېږي. د باټلر په اند، په داسې ټولنو کې د ښځو د بدن جرم ګڼل د ښځینه جنسیت د اجرا د شدید کنټرول په معنا ده: ټولنه ټاکي چې ښځه باید څه واغوندي، څرنګه پر لار ولاړه شي، څرنګه باید وخاندي، څرنګه باید خبرې وکړي او له چا سره اړیکه ولري. له دې ارزښتي معیار څخه هر ډول تخطي د نظم د ګواښلو په معنا اخیستل کېږي. په داسې شرایطو کې ټولنه او قانون مسوول دي چې د دې ګواښ د نابودۍ لپاره هر کار وکړي.

نارینه سالار کلتورونه د ښځو په اړه د شرم د مفاهیمو په کارولو سره غواړي چې ښځه په ځان کې دننه د نفرت احساس وکړي. د ښځو لپاره د «عورت» او «ناموس» په څېر الفاظو کارول په خپله جنسي اندام ته د هغوی د انساني حیثیت راټیټول دي. ښځه د دې مفاهیمو په درک کولو سره هڅه کوي چې له ټولنیز مجازات څخه د خلاصون لپاره د ټولنې په کلیشه‌یي اجرایوي بڼه کې پټه شي. له همدې کبله د ښځې مرګ او ژوند د ټولنیزې ویرې په سیوري او د شرم د احساس په تیارو کې تېرېږي.

د ښځې د بدن د جرم ګڼلو تاریخي بېلګې

تر اسلام وړاندې په عربي او د منځني ختیځ په ټولنو کې ناموس توب، عورت‌توب او د ښځې د بدن عمومي کول په قبیلوي جوړښتونو کې ریښې لري. په دې جوړښتونو کې ښځه یوه حقوقي سوژه نه، بلکې د کورنۍ او قبیلې د مال او شتمنۍ یوه برخه وه او د نارینه‌وو حیثیت د ښځو پر بدن د هغوی له کنټرول څخه ارزول کېده او په همدې توګه د ښځې ارزښت هم د نارینه د وجود له مخې تعینېده. دا کلتوري میراث په اسلامي دوره کې له دیني صبغې سره یو ځای بیا ځلې تولید شو. ښایي اسلام په لومړیو کې په ځینو برخو لکه د نجونو د وژنې او یو شمېر نورو وحشي قبایلي دودونو په له منځه وړلو کې رول درلودلی وي؛ مګر وروسته یې پر عربي نړۍ د واکمنۍ پر مهال په ډېری ټولنیزو حوزو لکه پوښاک، شاهدي، طلاق، میراث او د نارینه په سرپرستۍ کې د ښځو د کنټرول په تړاو یو لړ نوي جوړښتونه نور هم په سیاسي الهیاتو سره بنسټیز کړل.

پېړۍ یې وروسته او د استعمار پر مهال د لوېدیځو دولتونو له لوري په اسلامي ټولنه کې د ښځو پر وضعیت نیوکو د هغوی مسئله د اسلامي نړۍ د واکمنو د مشروعیت غوښتنې موضوع ته راکښته کړه. اسلامي ټولنو د لوېدیځوالو د دې نیوکو په غبرګون کې د جوړښتیز سمون پر ځای بیرته «زاړه دود» ته ستانه شول او په دې توګه د مشروعیت په دې جګړه کې ښځه په حیثیتي موضوع او د مسلمانانو په ناموس بدله شوه. دا وضعیت د دې لامل شو چې د ښځې بدن یو ځل بیا د لوېدیځ پر وړاندې د مبارزې په لړ کې د دیني هویت په نماد او کلتوري مقاومت بدل شي.

د نولسمې او شلمې پېړۍ د ملي-موډرنو دولتونو په راڅرګندېدلو سره د ښځې بدن بیا هم سیاسي ماهیت خپل کړ. دریو اسلامي هیوادونو ایران، ترکیې او افغانستان د خپلو بدلونونو پر مهال د ښځې بدن ته پام وکړ. په ترکیه کې د اتاترک په مشرۍ د حجاب پورته کول له دین محوره دودونو سره د مبارزې پر مهال د حجاب لېرې کول د موډرنتوب یوه نښه وبلل شوه. په پهلوي ایران کې د حجاب جبري لېرې کول د موډرنې دولت جوړونې ابزار و. کله چې په ۱۳۵۷ کې په ایران کې اسلامي انقلاب راغی نو د حجاب د جبري کولو تر څنګ دا ځل د ښځې د بدن مدیریت د سیاسي اسلام په نښه بدل شو. په افغانستان کې د ښځې او سیاست تاریخ چې په حقیقت کې د دې هیواد ټول تاریخ دی، د امیر امان الله خان د اصلاحاتو په پیل سره د زړو دودونو او موډرنیزم د شخړو په مرکز بدل شو. داسې ښکاري چې د دې ټولو بدلونونو پر مهال د ښځې بدن فردي انتخاب نه، بلکې د سیاسي لاسته راوړنې ابزار و ځکه چې هیڅ ټولنیز بدلون ونه توانېده او یا یې ونه غوښتل چې د ښځو وضعیت ښه کړي.

په اسلامي هیوادونو کې د ښځې له بدن سره د ټولنې د اړیکې ټاکل یو داسې بهیر دې چې په عین مهال کې له قبیلوي ناموس، دیني نماد او ملي هویت سره تړاو لري او له دې سره-سره د دولت جوړونې یو ابزار هم دی او د دې تر څنګ د اخلاقو د امنیتي کولو تر حده مخته وړل شوی دی. دا تاریخي شالید په ډاګه کوي چې په اسلامي ټولنو کې د ښځې بدن تر «بدن والي» وړاندې یو متن دی او دا متن سیاست، شریعت او د نارینه سالارۍ نظم تعریفوي؛ دا متن په خپله خپلواکه معنا نه لري او معنا یې د قدرت او سیاست په پېچومو کې بیا-بیا نوې شوې ده. په دیني نظامونو کې د ښځې پر خلاف د عمومي افکارو بسیج د مشروعیت د تر لاسه کولو تر ټولو بریالۍ بېلګه ګڼل کېږي. البته ښځه په افغانستان کې د شریعت او سیاست په معادلاتو کې یوازې د اخلاقي امنیت موضوع نه ده، بلکې په خپله د شریعت د ازموینې د بریالیتوب لپاره د حذف یو میدان ګڼل کېږي. هانا ارنت د ټولنیزو ډلو حذف د استبدادي واک د ظهور روښانه مقدمه ګڼي. نن ورځ په افغانستان کې د ښځې حذف او د هغې د وجود جرم ګڼل د یوه وېروونکي استبدادي نظم د راڅرګندېدلو تر ټولو بربنډې نښې نه دي؟ دا استبدادي نظم د وحشت د ایجاد له لارې انسانان کنټرولوي، تر څو له ښځې د وجود حق واخلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه