د طالبانو عدلیې وزارت: په تیرو شپږو میاشتو کې نږدې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت وايي، چې د دې ډلې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمیسیون په تیرو شپږو میاشتو کې په ټول هیواد کې نږدې ۷۶۱ زره جریبه ځمکه «امارتي فیصله» کړې ده.

دې وزارت نن (سې شنبه، ۲۶ د لیندۍ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ځمکې په کابل او د هیواد په ۳۳ نورو ولایتونو کې موقعیت لري، چې د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون د رهبرۍ د پریکړو پر اساس «اماراتي» تثبیت شوې دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، د نږدې ۲۹ زره جریبه ځمکې قضیې د غصب شویو ځمکو د قضیو د حل لپاره ځانګړو محکمو ته سپارل شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د بادغیس ولایت په مرکز او لسو ولسوالیو کې له ۴.۱۶۷ میلیونه جریبو څخه ډیر عامه څړځایونه تشخیص او تثبیت کړي او د ځمکې په بانک کې یې ثبت کړي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت دغه راز څو استوګنیز ښارګوټي هم «اماراتي» اعلان کړي دي؛ یو داسې اقدام چې له نیوکې سره مخ شوی او د زرګونو کورنیو د بې کوره کیدو لامل شوی دی.

طالبانو په دې وروستیو کې د غزني په مرکز کې د نو اباد ښارګوټي یو زرو ۸۴۳ جریبه ځمکه «اماراتي» اعلان کړې.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د یو څیړنیز راپور له مخې، دا ښارګوټی ۳۲ کاله وړاندې تاسیس شوی او دا مهال پکې شاوخوا ۱۸ زره کورنۍ ژوند کوي.

د غزني د نو اباد اوسیدونکي وايي، چې دوی په ښارګوټي کې ځمکه اخیستې او بیا یې کورونه جوړ کړي دي، خو طالبانو پر دې ځمکې د دوی مالکیت نه دی منلی او د ښارګوټي د خالي کولو امر یې کړی دی.

د اطلاعات روز د موندنو له مخې، د ځایی اوسیدونکو اسناد او مدارک په سمه توګه نه دي کتل شوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه