کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه شوې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله واله جګړه شوې.

یوې سرچینې وویل، چې دا نښته نن (چهارشنبه، ۲۶ د لیندۍ) غرمه شاوخوا  ۱۲:۰۰ بجې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې.

سرچینه زیاتوي، نښته هغه مهال پیل شوه کله چې پاکستاني پوځیانو پر کونړ توغنديز بریدونه وکړل.

د سرچینې په خبره، تر اوسه د جګړې لامل او دواړو لوریو ته د احتمالي مرګ – ژوبلې جزیات نه دي ورکړل شوي.

سرچینه وایي، دا مهال د دواړو لوریو ترمنځ جګړه درېدلې، خو د طالبانو او پاکستان ځواکونه یو بل ته ګوته په ماشه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم پاکستانۍ بې پېلوټه الوتکې د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې پر یوه کور برید کړی و، چې د یوې کورنۍ پنځه غړي پکې ټپیان شوي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه