هلمند کې د ملا امام ټاکلو پر سر شخړه کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Photo: Social media

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د جومات لپاره د ملا امام ټاکلو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۲۶ د لیندۍ) سهار تر لمانځه وروسته د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «شهرګي» کلي کې رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې د یاد کلي اوسیدونکو د خپل جومات لپاره د ملا امام ټاکلو پر سر شخړه کړې او پر مهال یې د محمد عیسی په نوم یو ۲۶ کلن ځوان وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.

ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه څه ویل شوي دي.

د هیواد په سویل کې وخت ناوخت د ځمکو، اوبو، ماشومانو او نورو ستونزو له امله شخړې رامنځته کېږي، چې تل له ځان سره مرګ ژوبله لري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه