اطلاعات روز: پکتیا کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې ولایت کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، چې پیښه پرون ورځ (چهارشنبه، ۲۶ د لیندۍ) د کابل-ګردیز پر لویه لار تېرې کنډو ته څیرمه «غفورخيلو» سیمه کې رامنځته شوې.
د پکتيا امنيې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده سیمه کې یو لکسیس ډوله موټر د زیات سرعت له کبله له خپل اصلي مسیر څخه اوښتی او په ترڅ کې یې دوه تنه مړه شوي او درې نور سخت ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ترافیک پولیسو ټپیان روغتون ته انتقال کړي، چې د ځینو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د هیواد په لویو لارو کې د ډیری ترافیکي پیښو لامل د سړکونو خرابوالی، زیات سرعت او بې احتیاطي ښودل کېږي او د پکتیا امنیې قومندانۍ بیا له موټر چلوونکو غوښتي چې ترافيکي اصول مراعات او له احتياط څخه کار واخلي، ترڅو د دا ډول پیښو مخنیوی وشي.
