اطلاعات روز: که څه هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال د هېواد له نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستانۍ کالدارو په راکړه ورکړه کلک بندیز لګېدلی و، خو د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ راهیسې د دغه ولایت اړوند ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ګوشتې، مومندرې، بټي کوټ، کوټ، دور بابا، اچین، غني خېلو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې لا هم د افغانیو پر ځای پاکستانۍ کالدارې کارول کېږي.
د مومندرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلی، په زیاتره ولسوالیو کې د پاکستاني اسعارو استفاده زیاته شوې او خلک راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کالدارو کوي.
د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد رفیع وایي، طالبانو د پاکستانۍ کالدارې بندیدو لپاره جدی اقدام نه دی کړی او پخپله یې د پاکستانۍ کالدارې د کارونې لپاره زمینه برابره کړې.
محمد رفیع زیاتوي: «د ننګرهار په ډېرو ولسوالیو کې اوس هم راکړه ورکړه په کالدارو کېږي، ځکه له افغانیو دلته په کالدارو توکي ارزانه تمامېږي او بل دا چې دوکاندارن یې هم د راکړې ورکړې برخه کمه حسابوي، غوښتنه کوو چې افغانۍ ملي هویت دی په دې اړه دې جدي اقدامات وکړي.»
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی حامد الله هم وايي، چې په خپلو ورځنیو سوداګریزې راکړه ورکړه کې د افغانیو پر ځای پاکستانۍ کاروي او خپل پېر او پلور په کالدارو کوي.
هغه د دغه کار لامل په بازارونو کې د افغانیو کمښت او د افغانیو په په پرتله په کالدارو د توکو ارزانه رانیول بولي.
د نوموړي په وینا، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو کې سوداګريزه راکړه ورکړه او ټرانسپورټي کرایه پر افغانيو وه، خو اوس پاکستانۍ کالدارې هم زياتې لیدل کېږي او په دې وروستیو کې یې چلښت زيات شوی دی.
حامدالله وویل: «په تورخم، ګوشتې، بټي کوټ، اچین او نورو ولسوالیو خلک اوس هم لویه سوداګري لکه د موټرو پېر او پلور، د کورنو اخیستل خرڅول او نورې سوداګریزې چارې په کالدارو ترسره کېږي، خلکو ته له افغانیو په کالدارو د توکو اخیستل ارزانه تمامېږي او طالبان هم نه دي توانیدلي چې دا چاره ودروي.»
په ورته مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وايي، دوی د افغانيو د ارزښت ساتلو لپاره ژمن دي او ټولو سوداګرو او هټۍوالو ته يې په جدي ډول سپارښتنه کړې چې پېر او پلور پر افغانيو وکړي.
بدلون زیاتوي: «که څه هم مخکې ننګرهار کې ډیورند کرښې ته څېرمه ځینو ولسوالیو کې د کالدارې چلښت زیات و، خو اوس دا چاره تر ډېره کنټرول شوې او هم سوداګرو او هټۍوالو ته سپارښتنه شوې چې د کالدارو له چلښت ډډه وکړي.»
دا په داسې مهال ده، چې له دې وړاندې طالبانو په ټول هېواد کې د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه بندیز لګولی و.
