د کډوالۍ نړیوال سازمان د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې اټکل کېږي چې ۳۰۴ میلیون وګړي یا هم د نړۍ د نفوس څلور سلنه له هغه ځایه بهر د کډوالۍ ژوند کوي چې پکې زېږېدلي دي.
دې سازمان ویلي چې د کډوالو شمېر په پر له پسې توګه زیاتېږي، ځکه چې خلګ د کار، امنیت، زده کړو او کورنۍ په خاطر مهاجرت کوي.
د کډوالو د نړیوال سازمان عمومي مدیر ایمي پوپ ویلي چې دا سازمان یو ځل بیا پر کډوالۍ د یوه فرصت، انساني پرمختګ او ګډې ودې په توګه ټینګار کوي او غوښتنه کوي چې د کډوالۍ سیسټمونه دې نور هم غښتلي او پیاوړي شي، تر څو د راتلونکو خلکو خوندیتوب وکړي او د هغو ټولنو ملاتړ وکړي چې کډوال ورته راستنېږي.
ده ویلي چې کډوال چې په کومو ټولنو کې ژوند کوي، له هغوی سره په ډېرو اړخونو کې مرسته کوي او داسې مهارتونه، نوښتونه او کاري وړتیا له ځان سره راوړي چې محلي اقتصاد ورسره پیاوړی کېږي.
د ده په وینا، کډوال کارګر د اړینو خدماتو په برخه کې لکه روغتیا، د معمارۍ چارو، کرهڼې او ټیکنالوژۍ په برخو کې بوختېږي او له هغو هیوادونو سره مهمه مرسته کوي چې نفوس یې د زړېدو خوا ته درومي.
ایمي پوپ په عین مهال کې ویلي چې ګڼ لاملونه د افرادو د کډوال کېدو سبب کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۸۳.۴ میلیون وګړي په هیوادونو کې دننه د شخړو، تاوتریخوالي او ناورینونو له کبله بې ځایه شوي دي.
همدارنګه ډېری کډوال لا هم د تګ-راتګ پر پولو په ځانګړې توګه چیرتته چې منظم مسیرونه نه شته، له جدي خطرونو سره مخ دي.
په دې خطرونو کې له دښتو او بیابانو تېرېدل، ناوړه ګټه اخیستنه او مرستو ته محدود لاسرسی شامل دي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا، مدیترانه سمندر لا هم د کډوالۍ تر ټولو مرګونې لار ده او له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر دې لار د مړینو ۳۳،۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
په نړۍ کې د کډوالو یوه برخه د افغانستان وګړي دي او هر کال د فقر او بې کارۍ له امله په زرګونو وګړي کډوال کېدلو ته اړ کېږي.
په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د افغان وګړو کډوالي زیاته شوې، مګر د وروستیو دوو کلونو پر مهال له هیوادونو د افغان وګړو اخراج هم زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د وروستیو دوو کلونو پر مهال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته څلور میلیون کډوال ستانه کړل شوي دي.
