اطلاعات روز: کندهار کې سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د یو کور چت پریوتو له کبله دوو ماشومانو او یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی دی.
خاکریز ولسوالۍ کې یوې روغتیایي سرچینې وویل، چې دغه پیښه نن (شنبه، ۲۹ د لیندۍ) سهار د دې ولسوالۍ اړوند د «دومندي برمې» سيمه کې رامنځته شوې.
سرچينه زیاتوي، چې د کور چت د زيات ورښت له امله لويدلی او قربانیان یې د یوې کورنۍ غړي دي، چې یوه میرمن او دوه ماشومان پکې شامل دي.
د هیواد په لېرې پرتو سیمو کې ډیری کورونه خامه او زاړه شوي، چې د ورښتونو او زلزلو پر وړاندې مقاومت نه لري او له امله یې داسې پیښې رامنځته کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار په ګډون د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د تیرې ورځې راهیسې ورښت پیل شوی او لا هم دوام لري.
