ننګرهار کې یو کس خپله وریندار په ډزو وژلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو کس خپله وریندار د توپنګچې په ډزو وژلې ده.

د سیمې یو اوسېدونکي سید هاشم وویل، چي پېښه تېره شپه (شنبه، ۱۳ د مرغومي) د جلال اباد ښار د لوموړۍ ناحیې اړوند په «کمپونو» سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په خبره د دې پېښې عامل په اصل د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په یاده سیمه کې ژوند کاوه.

هغه زیاته کړه، چې یاد کس د کورني تاوتریخوالي له امله خپله وریندار وژلې او له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی، خو طالبان یې لا تراوسه په نیول کېدو نه دي بریالي شوي.

ننګرهار کې طالب مسوولانو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم په ننګرهار کې دا ډول پېښې رامنځته شوي، چې ډېری یې د کورني تاوتریخوالي له امله وې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه