پر وینزویلا د امریکا متحده ایالاتو تر بریدونو وروسته ایران او کیوبا د دې برید غندنه کړې ده او ایران دا د وینزویلا د «ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا فاحش نقض بللی».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، ۱۳ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «پر یوه خپلواک او د ملګرو ملتونو پر غړي هیواد د امریکا نظامي تېری د سولې او سیمهییز او نړیوال امنیت فاحش نقض دی» او پایلې به یې ټول نړیوال نظم اغېزمن کړي.
دې وزارت پر وینزویلا «د امریکا د غیر قانوني تېري سمدستي ودول» د د دولتونو او نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو او د دې سازمان د امنیت شورا قانوني او اخلاقي مسوولیت بللی دی.
ایران چې د وینزویلا متحد هیواد بلل کېده، د دواړو تر منځ نژدې اړیکې وې او ایراني چارواکو په ځلونو دې هیواد ته سفرونه کړي دي.
همدارنګه د کیوبا ولسمشر میګل دیاز کانل هم پر وینزویلا د امریکا برید غندلی او دا یې «جنایت کارانه» بللی دی.
ده نن پر خپله ایکس پاڼه دې برید ته د بېړني نړیوال غبرګون غوښتنه کړې.
همدارنګه د کولمبیا ولسمشر هم د دې برید په تړاو خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې.
ده ویلي چې د کولمبیا دولت هر هغه نظامي اقدام ردوي چې وضعیت نور هم خرابوي او یا هم د ملکیانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
امریکا نن سهار د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس ښار کې یو شمېر اهداف په نښه کړل.
وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د دې بریدونو په لړ کې یې د وینزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو او د هغه مېرمن نیولي او له هیواده یې بهر لېږدولي دي.
