کندهار کې ترافیکي پېښه؛ د یوې ښځې او ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې پېښه نن (یکشنبه، ۱۳ د مرغومي) سهار مهال د کندهار ښار اړوند نساجۍ پله ته څېرمه رامنځته شوې.

د سرچینې په وینا، دغه ترافیکي پېښه د یو ټېلر او پاسو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې د پاسو موټر ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه نور کسان سخت ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي هغه لاملونه دي، چې هره ورځ په افغانستان کې د مرګونو ترافیکي پېښو سبب کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه