اندیشه: طالبانو د ۲۰۲۵ کال پر مهال خپل نیږدې ملاتړي له لاسه ورکړل 

په جینیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندیشه وايي چې ۲۰۲۵ کال د طالبانو لپاره د دیپلوماتیکو ماتو او شاتګونو کال و.

ښاغلي اندیشه نن (پنجشنبه، د مرغومي ۱۱مه) پر اېکس لیکلي چې طالبانو په دې کال کې خپل نیږدې ډیپلوماتیک ملاتړي له لاسه ورکړل.

هغه د روسیې له لوري د طالبانو پېژندنه «تاکتیکي او له منځپانګې تشه» بللې او زیاته کړې یې ده چې هند هم له دې ډلې څخه ‌ابزاري ګټه اخلي.

ښاغلي اندیشه ویلي چې په نړیوالو او د بشري حقونو په بنسټونو کې طالبان د «تر ټولو ممکنه بدوي ډوله حکومت یوه کاریکاتوري بڼه» بلل کېږي او د سیمې هېوادونه هم یوازې د لنډمهاله ګټو لپاره له دې ډلې سره تعامل کوي.

دا په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي په ۲۰۲۵ کال کې د دې ډلې اړیکې له سیمې او نړۍ سره د پرمختګ په حال کې وې.

دا ډله وايي چې د روسیې له لوري د رسمیت پیژندنې تر څنګ یې د سیمې په څو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه په خپل واک کې اخیستي او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته یې قونسلګرۍ استازي هم لېږلي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه