اروپایي اتحادیه: د وینزویلا وضعیت له نژدې څارو

د اروپا د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او په کاراکاس کې یې د اروپایي اتحادیې له سفیر سره خبرې کړې دي او د وینزویلا وضعیت له نژدې څاري.

دې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې اروپایي اتحادیې په ځلونو اعلان کړی چې د نیکلاس مادورو حکومت مشروعیت نه لري او دا اتحادیه د واک د سولییز لېږد ملاتړ کوي.

د اروپا د بهرني سیاست مسوولې ټینګار کړی چې «په هر ډول شرایطو کې باید د نړیوالو حقونو اصول او د ملګرو ملتونو سازمان منشور رعایت شي».

دې ویلي چې اروپایي اتحادیه د زغم غوښتونکې ده.

امریکا نن (شنبه، ۱۳ د مرغومي) سهار پر وینزویلا برید وکړ او د دې هیواد ولسمشر نیکلاس مادورو یې د هغه له میرمنې سره یو ځای ونیو.

د وینزویلا د حکومت یو شمېر چارواکو ویلي چې پر خپل هیواد د امریکا د برید په وړاندې مقاومت کوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه