د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره، چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، وايي چې د تېرو درو ورځو پر مهال د بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس محمدیوسف حماد نن (پنجشنبه، د مرغومي ۱۱مه) د یوه ویډیویي پیغام له لارې دا شمېرې اعلان کړې دي.
هغه زیاته کړې چې دا کسان په کاپیسا، پروان، دایکندی، ارزگان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي.
ښاغلي حماد همدارنګه ویلي چې په دې ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۷۴ کورونه په بشپړه توګه او ۵۵۸ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د بارانونو او سېلابونو له امله اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومتره سړکونه، اته پلچکونه او ۲۷ دوکانونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند وايي چې بارانونو او سېلابونو همدارنګه لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې واورې او بارانونه وشول. په ګرمو سیمو کې بارانونه د سېلابونو د راوتلو لامل شول او مرګ ژوبله یې هم درلوده.
سربېره پر دې، په یو شمېر ولایتونو کې واورې هم د لارو د بندېدو او د یو شمېر مسافرو د بند پاتې کېدو لامل شوې دي.
