د ۲۰۲۵ کال پر مهال په پاکستان کې بریدونه ۳۴ سلنه زیات شوي

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتیوت (PIPS) راپور ښيي چې په تېر میلادي کال کې په دې هېواد کې بریدونه ۳۴ سلنه زیات شوي دي.

د دې راپور د شمېرو له مخې، په یاد کال کې په ټول پاکستان کې ۶۹۹ بریدونه ثبت شوي او تر ۹۵ سلنې ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شوي.

د ډان رسنۍ د راپور له مخې، په دې بریدونو کې لږ تر لږه یو زر او ۳۴ کسان وژل شوي او یو زر ۳۶۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انستیتیوت راپور ښيي چې د ترهګرۍ اړوند تلفات هم په تېر میلادي کال کې د مخکیني کال په پرتله ۲۱ سلنه زیات شوي دي.

شمېرې ښيي چې د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیات ۴۲ سلنه زیان امنیتي پرسونل او پولیسو ګاللی او د دوی ۴۳۷ کسان وژل شوي دي.

په دې لړ کې ملکي وګړي هم سخت اغېزمن شوي او ۳۵۴ ملکیان وژل شوي.

په همدې حال کې، ۲۴۳ وسلوال یا خو د خپلو ترسره کړو ځانمرګو بریدونو پر مهال او یا هم تر ځینو ترهګریزو بریدونو وروسته د امنیتي ځواکونو د غچ‌اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انستیتیوت په راپور کې راغلي چې تر ۹۵ سلنې ډېر بریدونه پر خیبرپښتونخوا او بلوچستان متمرکز وو.

د ډان نیوز د راپور له مخې، په خیبرپښتونخوا کې د بریدونو ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي چې تحریک طالبان پاکستان او ورسره اړوندې ډلې دلته ژورې ریښې لري. په دې ایالت کې د ۲۰۲۵ کال پر مهال ۴۱۳ بریدونه ثبت شوي او په دې توګه یې په پاکستان کې د بریدونو تر ټولو لوړه کچه تجربه کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي. د اسلام‌اباد په وینا، وسلوال په افغانستان کې مېشت دي او د دې هېواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.

د پاکستان حکومت څو ځله له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني وسلوالو، په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي پر ضد اقدام وکړي خو طالبان په افغانستان کې د دې ډلو حضور ردوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه