روزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت د دهراوود ولسوالۍ په «کلي» سیمه کې دوو کورنیو د ځمکې پر سر شخړه کړې او له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.
د ارزګان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند بلال ارزګاني ویلي چې پېښه نن (جمعه، ۱۲ د مرغومي) ماسپښین شوې او زیاته کړې یې ده چې یوه لوري پر مقابل اړخ د کلاشنکوف ډزې کړې دي.
د هغه په وینا، تر پېښې وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، وضعیت کنټرول کړی او د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې وخت پر وخت د ځمکو پر سر شخړې رامنځ ته کېږي او وخت ناوخته مرګ ژوبله هم اړوي.
