اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې نامعلومو کسانو د دې ولایت په ښار کې یو ۲۸ کلن ځوان د خپل کور مخې ته د چړو په ګوزارونو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دا ځوان عطا محمد نومیده او وړمه شپه (پنجشنبه، ۱۱ د مرغومي) د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند کاروان کوڅه کې په چړو وهل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دوه تنه موټرسایکل سپاره د عطا محمد د کور دروازه ټکولې او کله چې هغه راوتلی سم له واره یې په چړو وهلی او پرون یې د کندهار په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، عطا محمد ۲۸ کاله عمر درلود او د کندهار په عینو مېنه کې د پلازو کوڅې چوکیدار و.
تر اوسه د برید د لامل او د بریدګرو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم طالب مسوولینو په دې تړاو څه ویلي دي.
د هیواد په سویل کې پټو وژنې او جنایي پیښې زیاتې شوي او د مخنیوي په برخه کې یې طالب مسوولینو تر اوسه کارنده ګام نه دی پورته کړی.
