په افغانستان کې خوارځواکي؛ یونیسف: ۸۵۷ زره ماشومان درملنې ته اړتیا لري

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي،  چې په هیواد کې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۸۵۷ ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۱۴ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې د نوامبر په میاشت کې یې ۱.۲ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له اړخه معاینه کړل، چې ۳۳ زره او ۵۱۰ ماشومان د درملنې لپاره بستر شوي، چې له ډلې یې ۵۸ سلنه نجونې وې.

یونیسف زیاته کړې: «خو اړتیا لا هم لوړه ده — تمه کېږي چې ۸۵۷ زره د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله د درملنې اړتیا ولري.»

یونیسف مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ څخه د رنځ وړونکو ماشومانو شمیر ۳.۷ میلیونو ته لوړ شوی دی.

یونیسف وايي چې دوی غواړي د شدیدې حادې او منځنۍ حادې خوارځواکۍ څخه د رنځ وړ ۱.۳ ملیون ماشومانو درملنه وکړي، مګر د تمویل کمښت سره مخ دي. د خوارځواکۍ د درملنې ځینې مرکزونه پدې وروستیو کې تړل شوي دي.

یونیسف ویلي، چې غواړي د شدیدې خوارځواکۍ او د منځنۍ کچې، خو له لوړ خطر سره مخ خوارځواکي لرونکو ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته درملیز خدمات وړاندې کړي، خو د بودیجې له کمښت سره مخ دي. په دې وروستیو کې د خوارځواکۍ د درملنې یو شمېر مرکزونه تړل شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه