اطلاعات روز: د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د سوړ ژمي په دې موسم کې د ګنیو فصلونه رسیدلي، چې د ژمې په سړه هوا کې هر لوري ته د ګنیو له ګاڼیو تاوده تپونه پورته کېږي او ګڼ خلک ورمات دي.
په کامه کې د ګاڼیو یو شمېر مالکان وايي، په دې وروستیو کلونو کې د ګنیو حاصلات ښه شوي او دغه راز د ګاڼیو په دې سېزن کې له بېلابېلو سیمو خلک دغې ولسوالۍ ته ورځي او فرمایشي ګوړې پرې جوړوي.
د ګوړې ګاڼۍ یو مالک وطن یار وایي، چې سږکال د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د نورو کلونو په پرتله بزګرو زیات ګڼي کرلي او د ګوړو تولید هم له پخوا زیات شوی دی.
د هغه په خبره د کامې ګوړه په افغانستان کې مشهوره ده او په خاص ډول د ژمي په راتګ سره ډیرې کورنۍ هڅه کوي چې دا ګوړه وپیري.
وطن یار زیاتوي: «د تېرو کلونو په پرتله سږکال کامه کې زیات ګني کرل شوي او حاصل یې هم ښه دی ځکه کامه اوبه زیاتې لري، ګوړه په دودیزه بڼه جوړېږي، حکومت د ماشینونو او کیمیاوي سرې برخه کې له بزګرانو سره مرسته نه ده کړې، بلکې د دوی خپله خواري ده.»
د یوې بلې ګاڼۍ مسوول نعمت الله وایي، د کامې ګوړې بازار ځکه ګرم دی چې ګوړه یې د ګنیو له خالص شربت جوړیږي.
نوموړی زیاتوي، چې سږکال د یو من تازه ګوړې بیه له ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو ده، خو خوارۍ ته په کتو یې دا بیه یو څه کمه ده.
د نعمت الله په خبره، لاهم په کامه کې ګاڼۍ په دودیزه بڼه دي او د پخوا په څېر له غوایانو د ګڼیو د زبیښلو لپاره کار اخیستل کېږي، چې دې چارې د کروندګرو کار لاپسې سخت کړی دی.
نعمت الله زیاته کړه: «له کابل، کندهار، مزار، بغلان، سرپل، فاریاب او نورو مختلفو ځایونو دلته خلک د ګوړې اخیستو لپاره راځي او بازار یې هم ښه شوی، خو اصل ستونزه زمونږ د عصري وسایلو نشتون او د حکومت نه پاملرنه ده، چې له امله یې ډېر کله زموږ د ګنیو حاصلات ضایع کېږي که چېرې د دهقانانو لاسنیوی وشي نو د کامې ګوړه د ټول افغانستان لپاره بسنه کوي.»
هغه زیاتوي د کامې ګوړه چې بیلابیله مغز لرونکي وچه میوه ورسره ګډیږي د تحفې په ډول له افغانستان سربېره بېلابېلو هېوادونو ته وړل کېږي.
اسدالله چې تازه له جرمني افغانستان ته راستون شوی او له مزار شریف ننګرهار او بیا د فرمایشي ګوړې جوړولو لپاه یې کامې ته سفر کړی، وايي دا ګوړه خوندوره او طبیعي ده، «په تلوېزیونونو کې به مو د کامې ګوړه لیدله خو ارمان مې و، په خپله یې وګورم نو ډېر خوشاله یم چې دلته کامې ته راغلی یم؛ غواړم فرمایشي ګوړه د کورنۍ او بهر کې د ملګرو لپاره جوړه کړم.»
فرمایشي ګوړه له عادي ګوړې سره ځکه توپير لري چې په هغې کې بادام، ممپلي، چهارمغز، پسته او نوره مغز لرونکې وچه میوه ګډېږي او بیه یې له عادي ګوړه زیاته وي.
بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وایي، چې سږکال په کامې، سره رود، بټي کوټ، لعلپورې، ښېوې او بهسودو ولسوالیو کې په درې زره هکټاره ځمکه ګني کرل شوي او د اټکل له مخې به یې حاصل ۱۴۰ زره مټریک ټنه وي.
د ده په خبره اوس مهال په ټول ننګرهار کې سلګونه ګاڼۍ موجودې دي، چې زیاتره یې په کامه کې دي.
سبحاني زیاتوي: «سږکال د ګنیو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو چنده زیات دي او د همدې ګاڼیو له برکته سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، ځکه هره ګاڼۍ کې لږ ترلږه له اوه تر لس کسان کار کوي او دغه راز هڅه کې یو چې د کروندګرو ته کیمیاوي سرې او اصلاح شوي تخمونه ووېشو.»
ننګرهار د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، د کرنیزو چارو پوهان په دې باور دي چې دا ولایت د کرنې او باغدارۍ لپاره ډېرې ښې ځمکې او مناسبه هوا لري او که ترې سمه ګټه واخیستل شي، نو په دې سره به د ډېرو هغو محصولاتو او مېوو اړتیا په کور دننه پوره شي چې له نورو هېوادونو را واردېږي.
