صائمه فتحي
حکیم اووه کیلوګرامه وریجې په یوه توره پلاستیکي کڅوړه کې اچولي او د خوراکي توکو له دوکانه وځي. د هغه اووه کلن زوی یې تر څنګ په ماشومانه شوخۍ روان دی، دی به ښایي فکر کوي چې پلار به یې ورته د لوبو سامان واخلي، خو حقیقت دا دی چې پلار یې پیسې نه لري. د ماشوم په لاس کې د ژېړ رنګ غوړیو یوه کڅوړه ده او هغه یې په بل پلاستیک کې ایښې او له لاستي یې نیولې ده. هغه په دقت شاوخوا دوکانو ته ګوري او د ماشومانه غوښتنو او د څه نه درلودلو تر منځ واټن له ورایه ښکاري.
شپږ کاله کېږي چې حکیم د یوه تعلیمي مرکز د ساتونکي په توګه کار کوي؛ ده ته اووه زره افغانۍ معاش ورکوي چې هغه هم تر ډېرو شخړو او ټینګار وروسته له شپږ زرو دې کچې ته رسېدلی. مګر بل اړخ ته په خپله دا مرکز هم له مالي رکود سره مخ دی. د حکیم د نننیو ورځو ژوند تریخ او ستړی کوونکی دی. د شپږ کسیزې کورنۍ لګښتونه سمبالول د هغه له وسه وتلي او دوه کاله کېږي چې عاید او لګښت یې نه سره برابرېږي. ده د کابل د اوومې ناحیې په دوغ اباد کې یو کور په دوه زره او پنځه سوه افغانۍ کرایه کړی. لور یې د ژبې د زدهکړې په مرکزونو کې د لوړو لګښتونو له امله د انګلیسي ژبې له زده کړې پاتې شوې او مجبوره ده چې ټوله ورځ د خیاطۍ په کارخونه کې شاګردي وکړي. سږ کال خپل دوه زامن هم د فوتسال تمرین ته نه شي لېږلای. د هغه مېرمنې د ډېرې خامک دوزۍ له امله د ملا ستونزه پیدا کړې او همېشنی درد لري. د حکیم ژوند د ناغوښتلو انتخابونو په یوه لړۍ بدل شوی دی: د اړتیا او مجبوریت، د ارمان او مالي وس ترمنځ انتخاب.
دوې ورځې وړاندې بیا د حکیم د کورنۍ اساسي خوراکي توکي یعنې وریجې او غوړي خلاص شول او اوس چې حکیم د خوراکي توکو پلورنځي ته راغلی، د ګرانۍ له نوې څپې سره مخ دی. د وریجو د یوې بورۍ بیه درې زره او پنځه سوه افغانیو ته رسېدلې. نجیب نومی دوکاندار چې حکیم ترې خوراکي توکي اخیستي، ورته وړاندیز کړی چې یو څه وخت وریجې کیلويي واخلي؛ کېدای شي وروسته ارزانه شي او بیا هغه وخت ټوله بوجۍ واخلي. خو حکیم په توندۍ ځواب ورکوي: «د چارقلا غلو موږ له ستوني نیولي یو او زموږ جېبونه تشوي؛ څو کاله کېږي همدا حالت دی. دا بیې نه ټیټېږي.» د هغه غږ کې ناهیلې نه ده پټه بلکې هر څه ښکاره دي. د هغه پر څېره د څو کلن بحران راټوله شوې ستړیا ښکاري او د هیلې پر ځای پکې تسلیمي څرګنده ده.
د حکیم او د هغه د کورنۍ مالي وضعیت یوازې د یوه کور کیسه نه ده؛ بلکې د ښار د ګڼو هغو کورنیو ورځنی انځور دی چې په ظاهره «منځنۍ کچه» بلل کېږي. نن د کورنۍ مالي مدیریت په یوه دردناکه دنده بدل شوی دی؛ داسې دنده چې هره ورځ له فشار، پرلهپسې حسابونو او د بیو له څارلو سره مل وي. په داسې حالت کې، ژوند د ګرانۍ، بېثباتۍ او د کورنۍ د تر ټولو لومړنیو غوښتنو د نه پوره کېدو پر وړاندې د بې وسۍ ورځنۍ جګړه ده.
د ګرانۍ پیل
د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو ورځو کې د افغانستان بانکونه تش او له سخت رکود سره مخ شول. دا حالت د دې لامل شو چې د افغانیو ارزښت په نړیوال بازار کې راولوېږي. د یوه امریکایي ډالر ارزښت تر سلو افغانیو واوښت او په همدې وخت کې د خوراکي توکو بیې تر ټولو لوړې کچې ته وختې. اوس چې د طالبانو پر واکمنۍ څلور کاله اوړي لا هم د خوراکي توکو بیې هغې کچې ته نه دې راغلي چې خلکو ته د منلو وړ وي. د اطلاعات روز د میداني موندنو له مخې چې د کابل ښار د څلورمې، اوومې او دیارلسمې ناحیې د خوراکي توکو له پلورنځیو راټولې شوې دي، ګراني لا هم د مخکنیو پنځو او ان مخکیني یوه کال په پرتله په لا شدت دوام لري او د کورنیو د پېرلو توان یې تر سخت فشار لاندې راوستی دی.

د بیو زیات زیاتوالي د کورنیو پر دسترخوان د پام وړ فشار راوستی دی. د بیو پرتلنه ښيي چې وریجې او غوښه چې اساسي او پروتین لرونکي خواړه دي، تر نورو ټولو توکو زیات ګران شوي دي او له همدې امله هغه کورنۍ چې د فقر تر کرښې لاندې یا دې کرښې ته نږدې ژوند کوي، اړې شوې دي د دې توکو مصرف کم کړي یا یې له خپل دسترخوانه لېرې کړي.
د خلکو د خوړو له نوملړه د وریجو او غوښو حذف
د منځنۍ کچې د وریجو د یوې بورۍ بیه چې ۱۳۹۹ لمریز کال په ژمي کې یې بیه ۱۵۰۰ افغانۍ وه، خو د ۱۴۰۴ لمریز کال په ژمي کې یې بیه ۳۶۰۰ افغانیو ته رسېدلې؛ یعنې دوه براه ګرانه شوې. دې ته په کتو چې وریجې له غنمو وروسته دوهم اساسي خوراک دی، ډېری کورنیو د لوړې بیې له امله د وریجو مصرف تر ټولو ټیټې کچې ته راکم کړی یا یې له خپله دسترخوانه بیخي حذف کړې دي.
ارزونې ښيي چې هر وګړی په منځنۍ توګه په کال کې شاوخوا ۲۲.۵ کیلوګرامه وریجې مصرفوي. دا مهال، کورني تولیدات یوازې د هېواد شاوخوا ۶۲ سلنه اړتیا پوره کوي او د پاتې اړتیاوو لپاره افغانستان هر کال نږدې ۲۷۰ زره ټنه وریجې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستانه واردوي.
د خوراکي توکو د پلورځي څښتن نجیب وايي: «ډېر خلک چې دوکان ته راځي، یوازې پوښتنه کوي او وریجې نه اخلي ځکه بیه یې ډېره لوړه ده. یوه ښځه هره ورځ راځي او پوښتنه کوي، خو لا هم ارزانه شوې نه دي؛ هغه د بیو د ټیټېدو ته منتظره ده. که څه هم وریجې ډېرې مصرفېږي، خو ناڅاپه یې پلور ډېر کم شوی دی. ډېر هغه کسان چې یوه میاشت مخکې یې د خوراکي توکو پر پلورنځیو هجوم ور ووړ، هغوی هم د لوړې بیې له امله وانخیستلې.»
د خوراکي توکو په بازار کې د کارپوهانو په وینا، دا زیاته ګراني د پاکستان سره د لارو د تړل کېدو او د افغانستان د سوداګرو د بدیلې عملي لارې د نه موندلو مستقیمه پایله ده. پاکستان په تېرو څو کلونو کې نه یوازې ګاونډی، بلکې د هېواد له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه و او د تورخم او چمن ځمکنۍ لارې د خوراکي توکو د وارداتو لپاره تر ټولو لنډې او اقتصادي لارې بلل کېدې. بدیلې لارې اوږدې، ګرانې او له ستونزو ډکې دي او د افغانستان د بازار بېړنۍ اړتیا نه شي پوره کولی. دې محدودیتونو وریجو او نورو لومړنیو خوراکي توکو ته د خلکو لاسرسی کم کړی او د کورنیو د خوړو خوندیتوب ته یې ریښتینی ګواښ پېښ کړی دی.
د وریجو ترڅنګ، د پسه د غوښې د یو من بیه له ۲۰۰۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او د چرګ غوښه له ۱۳۰ څخه ۲۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده. دې زیاتوالي کورنۍ دې ته اړ کړي چې د سرې غوښې او حتا د چرګانو د غوښې مصرف کم کړي یا یې یوازې په ځانګړو مناسبتونو کې دسترخوان ته راوړي.
د نورو توکو قیمتونه هم په پام وړ توګه زیات شوي، خو د هغوی د حذف اغېز د وریجو او غوښې په پرتله ډېر کم دی:
• د غنمو اوړه: له ۹۰۰ څخه ۱۸۰۰
• لوبیا: له ۴۰۰ څخه ۸۰۰
• غوړي: له ۱۱۰۰ څخه ۲۳۰۰
دا شمېرې ښيي چې اقتصادي فشار تر ډېره پر اساسي او پروتین لرونکو خوړو وارد شوی او د کورنیو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ دی. د وریجو او غوښې ورو ورو حذف نه یوازې د خوړو تنوع کموي، بلکې د کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو روغتیا او تغذیه هم له خطر سره مخ کوي.
ولې د خلکو دسترخوان تشېږي؟
د جمهوري نظام د دورې په پرتله د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالی یوازې د کیسې نیمه برخه ده؛ د بحران بله نیمه برخه د طالبانو مالي او اقتصادي تګلارې دي چې د ښاري او منځنۍ طبقې د کورنیو د پېرلو پر توان یې څو برابره فشار راوستی دی. د روان کال په پسرلي کې د طالبانو مشر د یوه حکم له لارې د دولتي کارکوونکو معاشونه او امتیازات راکم کړل او دې پرېکړې د زرګونو بستونو له تنقیص سره یو ځای چې لا یې هم لړۍ روانه ده، زرګونه دولتي کارکوونکي د معاش له کمېدو بلکې له دندې د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ کړل.
د معاشونو کمېدل یوازې یو ساده اداري پریکړه نه وه، بلکې د خلکو د پېرلو پر توان مستقیم ګوزار و. د طالبانو د نوې کاري تګلارې له مخې، د لومړي بست معاش ۲۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ، د دویم بست ۱۴ زره او ۶۰۰، د درېیم بست ۱۲ زره، د څلورم بست ۹ زره او ۵۰۰، د پنځم بست ۷ زره او ۸۰۰، د شپږم بست ۶ زره او ۴۲۰، د اووم بست ۵ زره او ۵۴۰ او د اتم بست یوازې ۴ زره او ۹۶۰ افغانۍ ټاکل شوي دي. دا شمېرې، په ځانګړي ډول له درېیم بست څخه ښکته، نه یوازې د خوراکي توکو له اوسنیو بیو سره ژوره فاصله لري، بلکې څلور کاله وړاندې د جمهوري نظام د وروستیو کلونو د معاشونو په پرتله هم ټیټې دي. د جمهوریت په دوره کې تر ټولو لوړ معاش ۳۲ زره او ۵۰۰ او تر ټولو کم معاش تر پنځو زرو افغانیو لوړ و؛ خو هغه مهال خوراکي توکي ارزانه او له عاید سره متناسب و.
د معاشونو کمښت او همدا راز سختې ګرانۍ د ټولنې د پېرلو ځواک د نړېدو کچې ته رسولی دی. په داسې حال کې چې د خوراکي توکو، سونتوکو، د کور کرایې او ورځنیو لګښتونو بیې په تېرو څلورو کلونو کې بېسارې لوړې شوې دي، طالبانو نه یوازې کوم اقتصادي حل لاره نه ده وړاندې کړې، بلکې د دولتي کارکوونکو د معاشونو په کمولو، د معاشونو د ورکړې په ځنډولو او د ښځو د کار او مناسب عاید په محرومولو سره یې اقتصادي فشار څو چنده کړی دی.
پر یوه وخت د دې ټولو فشارونو مانا دا ده چې هغه کورنۍ چې څلور کاله مخکې یې په خپل معاش اوړه، وریجې، غوړي او غوښه اخیستلای شول، نن په هماغه کم شوي معاش حتا د هماغه خوراکي نوملړ یوه کوچنۍ برخه هم نه شي برابرولای.
ښځینه ښوونکې چې ځینې یې د کورنۍ سرپرستې هم دي، یوازې پنځه زره افغانۍ معاش اخلي او دا پیسې په میاشتني ډول د ځینو محدودو خوراکي توکو لپاره هم بسنه نه کوي. په داسې هېواد کې چې د عاید لارې تړل شوي او کاري فرصتونه کم دي، دا ډول پرېکړه د خلکو د دسترخوان د لا کوچني کېدو معنا لري.
بحران یوازې تر دولتي کارکوونکو پورې محدود نه دی. هغه کورنۍ چې عاید یې په ګاونډیو هېوادونو کې د کار له لارې برابرېده، د کډوالو د وضعیت د خرابېدو او له دې هیوادونو د هغوی د ایستلو له امله اوس له سخت مالي تنګلاسۍ سره مخ دي. سربېره پر دې، د نړیوالو مرستو کمېدلو او د طالبانو د بودیجې محدودیتونو د اساسي توکو برابرول او تر لاسه کول لا ستونزمن کړي او بازار یې د لا زیاتې ګرانۍ پر لور ټېل وهلی دی.
د دې ټولو اقداماتو پایله د کورنیو د دسترخوان ورو ورو تشېدل دي: وریجې، غوښه، غوړي او نور اساسي او پروټین لرونکي توکي د ډېری وګړو لپاره په هغو لوکسو خوړو بدل شوي چې تر لاسه کول یې ستونزمن شوي. د بیو لوړوالي، د عاید کمېدلو او محدودوونکو تګلارو پر یو وخت د خوړو د خوندیتوب ځنځیر مات کړی او د تېرو څلورو لسیزو پر مهال یې د خلکو د پېرلو توان تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې شکایتونه
په بازار کې له شکایتونو سره-سره په ټولنیزو شبکو کې هم پراخ اعتراضونه تر سترګو کېږي، چې په ګډه یوه کیسه انځوروي. یوه تن لیکلي: «کله چې وایي د ډالر بیه راټیټه شوې، خو د غوړیو، اوړو، وریجو، درملو، د کور کرایې او ترانسپورټ بیې نه راکمیږي، دا یوازې پر کاغذ یو شمېر دی، نه د اقتصادي ښهوالي نښه.» دا د خلکو عمومي غږ ښيي چې که د ډالر د ارزښت کمېدل د لومړنیو او خوراکي توکو د بیو پر کمېدو اغېز ونه کړي، نو دا د اقتصادي لاسته راوړنې پر ځای د «شمېرو ننداره» ده.

د دې قهر او بېوسۍ یوه بېلګه د ټولنیزو شبکو د یوه کاروونکي لیکنه ده چې د بادغیس ولایت کیسه کوي. د هغه په وینا: «خلک د لومړنیو توکو د ګرانۍ تر درانه بار لاندې ساه اخلي او د اړینو توکو له لوړو بیو ستړي شوي دي.» هغه لیکلي، چې د پولو د نسبي خلاصون او د اسعارو د بیو له راکمېدو سره-سره، د خوراکي توکو بیې نه یوازې ټیټې شوې نه دي، بلکې «بېکچې لوړېږي». د دې کاروونکي د روایت له مخې، د باکیفیته وریجو د یوې بوجۍ بیه تر درې زره او ۵۰۰ افغانیو او د لس لېټره تېلو د یوې بوشکې بیه شاوخوا ۱۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده؛ هغه شمېرې چې د ډېری کورنیو لپاره «ملا ماتوونکې» دي او دسترخوانونه لا پسې کوچني کوي.

د لوږې دوام
خو، د افغانستان ستونزه دلته پای ته نه رسېږي؛ د طالبانو تګلارو په تېرو څلورو کلونو کې خپل بشپړ اغېز ښودلی دی. څو میاشتې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه کسان—نږدې د ټول نفوس نیمایي—بشري مرستو ته اړتیا ولري. دا په داسې حال کې چې په عین وخت کې، کله چې هېواد تر بل هر وخت نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، نړیوالې مرستې په شدیده توګه کمې شوې دي او د «خوړو د نړیوال پروګرام» تر مدیریت لاندې ډېرې مرستندویه پروګرامونه او د خوړو مرستې بندې یا محدودې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغانستان له ۱۷ میلیونو څخه ډېر وګړي د روان ژمي په جریان کې له بحراني لوږې سره مخ دي؛ هغه شمېر چې د تېر کال په پرتله نږدې درې میلیونه زیاتوالی ښيي. مرستې په داسې شرایطو کې کمېږي چې افغانستان له یو پلوه د ړنګ اقتصاد، پرلهپسې وچکالیو، دوو مرګونو زلزلو او له ایران او پاکستانه د ایستل شویو کډوالو له پراخې بیرته راستنیدنې سره لاساوګرېوان دی. دې پرلهپسې ټکانونو پر محدودو سرچینو—له استوګنې نیولې تر خوړو—فشار څو برابره زیات کړی دی.
ملګرو ملتونو هم ورته خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو رییس ټام فلچر امنیت شورا ته په خپل راپور کې ټینګار کړی، چې افغانستان له «هممهاله ټکانونو» سره مخ دی او د بودیجې د کمېدو او محدودیتونو له امله حیاتي مرستو ته لاسرسی ورځ تر بلې ستونزمنېږي.
د هغه په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې به ښايي نږدې ۲۲ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا ولري، خو ملګري ملتونه یوازې پر هغو ۳.۹ میلیونو وګړو تمرکز کولای شي چې ډېر اړمن دي ځکه مالي سرچینې په شدیده توګه راکمې شوې دي. د هغه په خبره، سږنی ژمی په وروستیو کلونو کې لومړنی ژمی و چې د خوړو د وېش هېڅ پراخ نړیوال پروګرام پکې نه و. له همدې امله، په ۲۰۲۵ کال کې یوازې نږدې یو میلیون کسانو د خوړو مرسته ترلاسه کړې، حال دا چې تېر کال دا شمېر ۵.۶ میلیونه و. د مرستو کمېدلو نه یوازې د خلکو دسترخوان کوچنی کړی، بلکې د مرستندویه بنسټونو زرګونه دندې یې هم له منځه وړې دي.
د دې ټولو تر څنګ، د کډوالو د بېرته راتګ څپه هم پر ټولنه نوی فشار راوړي. د طالبانو د څرګندونو له مخې، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې ۷.۱ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. دا پراخ نفوس د کار د نشتون، د کم ملاتړ او کړکېچن اقتصاد په شرایطو کې په خپله په یوه بله لویه ستونزه اوښتي دي.

د افغانستان بازارونه یو داسې ځای چیرته چې د خلکو د کړاوونو یوه ستره برخه راغونډېږي؛ دلته انسان لیدلای شي چې «چاقو تر هډوکي رسېدلی» دی. د افغانستان د اقتصاد معادله او د خلکو نننی وضعیت په څو نامعلومو معادلو بدل شوی؛ دا یو داسې بحران دی چې نه یوازې اسانه حللار نه لري بلکې وړاندې روښانه راتلونکی هم نه تر سترګو کېږي. په داسې حال کې چې طالبان کله نا کله د اقتصادي ودې محدودې شمېرې—چې حتا د نفوس د ودې تر کچې هم ټیټې دي— او د نړیوال بانک راپورونه د «بریا» په نوم تبلیغوي او نمانځي، خو بازار بله کیسه کوي او د هغو دسترخوانونو کیسه بیانوي چې لا پسې کوچني شوي، هغه عاید ښیي چې کم شوی او د هغو خلکو حالت تشرېح کوي چې ورځ تر بلې ستړي او ماتېدو ته نږدې کېږي.
