د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې که طالبان د تروریزم مسله حل کړي، د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کېدو فوق العاده ظرفیت شته.
ده ویلي چې پاکستان له ترهګرۍ پرته، له افغانستان سره بل هیڅ دوه اړخیز اختلاف نه لري.
اندرابي ویلي: «پاکستان نه غواړي چې له افغانستان سره دښمني وکړي. له افغانستان څخه زموږ غوښتنه ډېره ساده ده. دا داسې څه نه دي چې د هر ملت د مسوولیت خلاف دې وي؛ ترهګر عناصر او د افغانستان وګړي باید په نورو هیوادونو کې د ترهګرۍ برخه نه وي.»
ده ویلي چې اسلام اباد به تر هغه وخته دا غوښتنه کوي، تر څو چې له طالبانو لیکلي او د اثبات وړ ضمانتونه تر لاسه نه کړي چې وښیي د دوی خاوره به نه استفاده کېږي.
اندرابي ویلي: «موږ له افغانستان سره بله هیڅ دوه اړخیزه مسله نه لرو، مګر له ترهګرۍ پرته چې له افغانستانه سرچینه اخلي. له همدې کبله د دې اقداماتو د مخنیوي لپاره تضمینونو، لیکلې او تایید وړ ژمنې ته اړتیا ده.»
ده ټینګار کړی چې هغه وخت دوه اړخیزه همکاري پراخېدلای او افغانستان د سیمهییز پیوستون په مرکز بدلېدلای شي چې اسلام اباد له افغانستان څخه د ترهګرۍ په تړاو لیکلې ژمنې او تضمینونه تر لاسه کړي.
اندرابي ویلي: «زه فکر کوم چې د افغانستان له لوري داسې ژمنه په خپله د دې هیواد، د دولت د ټینګښت او په هیواد کې دننه د قانون د حاکمیت او د – بشپړ اقتصادي، سوداګریز او د وصل ظرفیت په لرلو سره د یوه ژوندي هیواد په توګه – د پرمختګ کولو لپاره ښه ده.»
اسلام اباد وایي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده.
د اسلام اباد په وینا، طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون پاکستانيو وسلوالو ته پټنځای ورکړی او دا وسلوال د پاکستان پر خلاف د افغانستان خاوره کاروي.
د تلې میاشتې په منځنیو وختونو کې پاکستاني پوځ پر افغانستان برید وکړ. د دې برید له امله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ یوه اونۍ نښتې روانې وې. که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دا اونیزه جګړه پای ته ورسېده او دواړه اړخونه مذاکراتو ته راغلل خو ګډې هوکړې ته ونه رسېدل.
د اسلام اباد او کابل اړیکې لا هم سړې دي او د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې لا هم تړلې دي.
دا په داسې حال کې چې د پاکستان له سرسخت سیال هند سره د طالبانو اړیکې پر پراخېدو دي.
په عین مهال کې د پاسکتان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا هیواد د هند په تړاو له نورو هیوادونو سره کوم اختلاف نه لري.
اندرابي ویلي چې دا هیواد د درو اړخیزو اړیکو (پاکستان، چین او افغانستان) په چوکاټ کې له طالبانو سره تعامل کوي.
ده ویلي چې له طالبانو سره د پاکستان ډیپلوماټیک چینلونه پرانیستي دي او عادي ډیپلوماټیکې تبادلې کېږي.
