اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي وايي، چې هیواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلي لینډسي پرون (چهارشنبه، ۱۰ د مرغومي) د نوي زیږدیز کال په مناسبت په یو پیغام کې ویلي، چې په دې کال د افغانستان د خلکو لپاره سوله، امنیت او هیله غواړي.
هغه زیاته کړې: «بریتانیا ستاسو تر څنګ ولاړه ده او د داسې راتلونکي د ملاتړ لپاره ژمنه ده چې د ټولو لپاره له ثبات، فرصت او کرامت څخه ډک وي.»
ریچارډ لینډسي چې د غبرګولي په پای کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی وټاکل شو، تر دې وړاندې یې هم ټینګار کړی و، چې بریتانیا د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.
ښاغلي لینډسي تر دې دمه یو ځل کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي او خبرې یې کړې دي.
هغه له دې سفر وروسته وویل، چې د افغانستان کړکیچ یوازې د خبرو اترو له لارې حل کیدای شي.
د بریتانیا ځانګړي استازي همدارنګه څو وارې د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
