د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسیدګۍ کمیسیون وایي چې پرون (پنجشنبه، ۱۸ د مرغومي) درې زره او ۳۷۱ تنه له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
د دې کمیسیون له شمېرو سره سم، دوه زره او ۹۷۰ تنه د تورخم او ۳۰۳ درې تنه د سپین بولدک له لارې له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته افغانستان ته راغلي.
دې کمیسیون ویلي چې همدارنګه ۵۶ تنه د اسلام کلا او ۴۲ تنه نور د پل ابریشم له لارې له ایرانه راستانه شوي.
ایران او پاکستان د روان لمریز کال پر مهال د افغان کډوالو شړل تشدید کړي او شاوخوا دوه میلیون کډوال یې په زور افغانستان ته راستانه کړي دي.
مرستندوی بنسټونه وایي چې د مهاجرینو بیرته راتګ په افغانستان کې بشري کړکېچ تشدید کړی دی.
دوی د نړیوالې مرستې د زیاتېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې د بودجې د کمښت له امله نه شي کولای اړمنو ته رسیدګي وکړي.
