د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو او د ځورونې د مخنیوي غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې افغان کډوال دې په ډلییزه توګه نه ایستل کېږي او د هغوی ځورونه دې ودرول شي.

د بښنې نړیوال سازمان په دې لیک کې چې نن (جمعه، ۱۹ د مرغومي) خپور شوی، د افغان کډوالو د «غیر قانوني نیونې، ځورونې او شړنې» په تړاو خپله ژوره اندېښنه ښوولې ده.

دې سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې باید ډاډ تر لاسه کړي چې «کوم کسان نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، باید د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم خوندي کړل شي.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید همدا راز ډاډ تر لاسه کړي چې د افغان پناه غوښتونکو حقونه په ځانګړې توګه د خپلسرې نیونې او له کمپونو او مېشتځایونو څخه د ایستلو پر مهال خوندي دي.

دې سازمان همدا راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ له قوله ویلي چې په پاکستان کې ۱۱۰ زره هغه پناه غوښتونکي شته چې له خطر سره مخ دي او نړیوال ملاتړ ته اړ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو، خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو په تړاو د طالبانو اقداماتو ته اشاره کړې او افغانستان ته یې د دې خلګو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

دې سازمان ویلي چې د دې کډوالو جبري ستنول د «نه ستنونې له اصل» څخه ښکاره سرغړونه ده او شونې ده چې افراد د خپلو بشري حقونو له جدي نقض سره مخ شي.

پاکستان د روان لمریز کال پر مهال له دې هیواده د افغان کډوالو شړل تېز کړي او تر یو میلیون زیات کډوال یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان حکومت د پنجاب او بلوچستان په شمول په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو پنډغالي تړلي او کډوال یې ستنولو ته اړ کړي دي.

که څه هم له پاکستان سره سوداګریزې او د عادي ځمکني تګ-راتګ لارې تړلې دي او د طالبانو د شمېرو له مخې یوازې پرون له پاکستانه تر درې زره زیات کسان راستانه شوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه