اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ګران بیه ډبرو په یو کان کې پر کان کیندونکو د غره ډبره را پرېوتې چې له امله یې یو کان کیندونکی مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۸ د سلواغې) سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې د چپې درې ولسوالۍ «سورې غاړې» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ځايي روغتیايي مرکز ته ور وړل شوي دي.
په همدې حال کې کونړ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس هم خبر ورکړی چې د یاد ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د کان کیندونکو پر دېرې د غره ډبره غورځېدلې چې یو کان کیندونکی یې مړ او دوه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په کونړ کې پر کان کیندونکو د غره ډبرو د غورځېدو او ورته نورو پېښو له امله یو شمېر کان کیندونکي مړه او ټپیان شوي دي.
